چهارشنبه , 22 نوومبر 2017
کورپاڼه / سلايډ / د مقدساتو د سپکاوي اصلي عاملین څوک دي؟

د مقدساتو د سپکاوي اصلي عاملین څوک دي؟

امریکایانو وروسته له هغه چې په یوه اونۍ کې یې د هیواد په مختلفو برخو کې څه باندې ٨٠ ولسي وګړي په بمبارونو کې په شهادت ورسول، وړمه ورځ یې په یو بل بې ساري اقدام کې د مسلمانانو د کلمې علني سپکاوی وکړ.
کلمه شریفه يې د یو سپي پر تصویر داسې لیکلې چې ګویا دا تصویر د طالب دی او د امریکایي دښمن تر هدف لاندې دی.
په دې کار سره هغوی دا ډاګیزه کړه چې له اسلام، قرآن او کلمې سره علني دښمني لري او همدا هغه څه دي چې د دوی تر برید او هدف لاندې دي.
د کافر او بې رحمه یرغلګر دښمن د دې منحوس عمل په مقابل کې بې وسه مسلمانانو چې څومره ږغ پورته کولای شوای، هغوی خپل وس ونه سپماوه او یا مجاهدینو چې یې څومره بدله اخیستلای شوای، د شلو یرغلګرو کفارو په مرګ ژوبله یې بدله واخیستله.
مګر هغو مرتزقه غلامانو چې په غفلت او یا جهالت سره د څو ډالرو په مقابل کې د امریکايي اشغالګرو په خدمت کې قرار لري، هیڅ هم ونه ویل او نه یې دا احساس وکړ چې دوی خو هم ځانونه مسلمانان بولي او پر اسلامي هیواد د واکمنۍ دعوه لري.
هغه نیمګړی دستور چې دوی یې د اساسي قانون په نوم یادوي، په هغه کې هم همدې غلامانو لیکلي چې د افغانستان د مسلمانانو دیني ارزښتونو ته هیڅکله هم څوک د سپکاوي حق نلري، که څوک یې په سپکاوي تورن شي، سزاء به ورکوله کیږي.
خو نن چې د دوی بادارانو د دوی په مشوره او همکارۍ دا پاڼې وشیندلي او دوی یې په خاموشۍ سره استقبال وکړ؛ نو د پیښې اصلي عاملین همدا مرتزقه ګوډاګیان دي. چې نه به یې الله تعالی وبخښي، نه به یې تاریخ وبخښي او نه به یې افغان مجاهد ولس.
ډېره نژدې ده چې الله تعالی به افغان مجاهد ملت ته پوره توان ورکړي چې له همدې دین دښمنه ګوډاګیانو څخه به د خپلو معصومو بچیانو د قتل عام او هم د خپلو دیني مقدساتو د سپکاوي انتقام واخلي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *