جمعه , 22 سپتمبر 2017
کورپاڼه / سلايډ / امریکا ولی په عسکرو کی زیاتوالی راولي؟
afghanistan_jtm_131118_16x9_992

امریکا ولی په عسکرو کی زیاتوالی راولي؟

دا چی د ټرمپ د واکمنۍ اته میاشتی کیږی او تر دی دمه پدی ندی توانیدلی چی د افغانستان په هکله یوه روغ پلان او.مهمه ستراتیژي پلی او پریکړه وکړی ، یا خپل عسکر وباسی او یا یی په بیړی سره زیات کړی خو بدی کار کی زړه نا زړه دی.

سیاسی شننونکی او پوځی جنرالان وایی : چی د افغانستان جګړه امریکا نشی ګټلای او نه طالبان ماتولی شی بلکه دا جګړه یو لوری هم نشی ګټلای، دا جګړه د هیح لوری په ګټه نشی تمامیدای، خو امریکا مجبوره ده، چی په پای کی به روغی او سولی ته غاړه کیږدی.
د ښاغلی ټرمپ شاوخوا هغو کسانو احاطه کړی چی سر او کار یی د بزنس او تجارت سره دی، هر څوک د خپل مسلک د زاویی له مخی خپل کار او پلان پر مخ وړی.
ټرمپ هم د خپل تجارت له مخی سیاست مخی ته بیایی او په هر کار کی اقتصاد ګټي په نظر کی نیسی ، که د یو کار په نتیجه کی ګزافه ګټه وی بیا جنګ هم کوی او ورانی هم، خو چی ګټه او مفاد یی ګزاف او زیات وي.
د اوږد ځنډ وروسته زړه نا زړه پر یکړه یی وکړه چی د عسکرو شمیر تر ۳۵۰۰ پوری زیات کړی، په اغلب ګمان داسی پایلی ته رسیږم چی داعسکر او پوځیان به د هلمند ولایت د شوراوک مرکزی نظامی قرارګاه ته ولیږی او هلته به میشت شی او څه عسکر به بیا د افغانستان نورو سیمو ته هم لیږی چی په جنګ کی یی بوخت وساتی.

دا چی د هلمند ولایت څوارلس ولسوالۍ لری او دولس ولسوالۍ یی د اسلامی امارت په واک کی دی او هلمند د اسلامی امارت د واکمنۍ مرکزی برخه او ستراتیزیکه سیمه بلل کیږی، نو دشمن کوشش کوی چی دا سیمه د خپل کنترول لاندی راولی، یا جنګ په همدی سیمه تند او.جاری وساتی، تر څو خبل اصلی هدف چی د هغی لباره هلته میشت شوی لاسته راوړی.

خو ولی دی سیمی ته امریکایان، انګریزان او نور یرغلګر زیات کوشش کوی چی راشی ولکی او کنترول لاندی یی راوړی ؟

دا ځکه چی دا سیمه د یورانیوم ډکه سیمه ده، دلته هر ډول قیمتی کیمیاوی مواد شتون لری د امریکایانو د ریسرج په پایله کی چی دوۍ وایی، د یو تریلیون ډالرو په ارزښت خام مواد لری، چی دا د جنګ د خساری د جبران تر څنګ نوره بقایا ګټه ورته هم پاتی کیدای شی یا نور جنګی لګښتونه بوره کولای شی ددی تر څنګ د مخ
له همدی امله اوس غربیان غواړی چی دلته پټی کیندنی وکړی او دا لویه هستی او د افغانانو سرمایه ولوټوی او له ځان سره یی په پټه انتقال کاندی .
امریکا د پوځی یر غل تر څنګ، هغه سیمی هم په نښه کوی چی هلته طبیعی سر شاره د زیرمو ګودامونه موجود وی .
لومړی یی په نشه کړی، بیا یی په ارزانه او ناچیز قیمت سره قرارداد خپل کاندی او هیچا ته ددی اجازه نه ورکوی چی ددی قرارداد وکړی که بل لوری قرارداد هم وکړ بیا یی په امنیتی لحاظ پښیمانه کوی چی ګوندی دلته امنیت نشته او تاسی نشی کولای چی کیندنی وکړی، ځکه چی د لوی زیان سره مخامخ کیږۍ.
مخکی می اشاره وکړه چی هلمند ډیر حساس او ستراتیژیکه منطقه ده او د امریکی او غربیانو لپاره ډیر ارزشت لری.
د زینو سرچینو له مخی، کله چی امریکایا او بیا انګریزان هلته میشت شول په پټه یی کیندنی کوی او یورانیوم او نور قیمتی مواړ ږږد یی له ځانه سره انتقالول.
د شوراوک په پوځی هډه کی چی څومره الوتکی ناستی کوی، څه شی راوړی او څه شی انتقالوی یوازی امریکایان پری پوهیږی، افغان حکومت ته ددی اجازه نشته چی ددی کنترول ولری او یا پری شک وکړی، ځکه چی دا یی د اشغال هغه مهمه نشه ده چی ویلای او په ګوته کولای یی شو.
ټرمپ په سیاست نه پوهیږی، د هغه حرکات او سکانات سیاست مدار ته ورته ندی او.نه وړاندی سیاست کړی یا پکی دخیل وه، هغه ښه تجار او بزنس مین دی،د نړۍ میلیادر دی، خو سیاست مدار نه.
دی د تجارت زاویی له مخی د یو هیواد د راتلوونکی په هکله پریکړی کوی، چی د امریکایی پوځیانو د جنګ او جګړو جبران کولای شی او که نه ؟
څومره ډالر یی په جګړو کی مصرف کړی او ددی جګړو د لګښت د جبران پرته نور څومره بچت او نقدی پاتی کیدای شی؟
اوس ټرمب هم پدی فکر او سوچ کی دی چی د افغانستان جګړی د لاری څومره ګټه ورته پاتی کیږی ، ان شا ء الله چی له دی هبواد نه روغ وتل ناشونی ده او.که په غلا یی څه ویی وړل وړی به یی که نه داسی مجاهدین لرو چی د دوۍ د کیندونو او وړلو ارمان به ورته پوره نکړی هم به سر بایلی، هم به یی تخنیک او وسلی له مینځه ځی هغه د چا خبره هم به سر لاړ شی هم به روپۍ، نه به دوۍ ژوندی لاړ شی او نه به کیندنی وکړی.
بهتره دا ده چی د خپلو عسکرو د راوستو او زیاتیدو پر ځای د سولی پر پروسی باندی په دقت سره کار وکړی چی هم دوۍ ته ځانی او مالی زیان ونه رسیږی او هم مونږ ته.
مونږ پوهیږو چی امریکا د دوامداره اشغال لباره راغلی ده خو دا لاندی جمله ځکه لیکم چی ځینی جاهل او احمق انسانان ددی ادعا کوی چی ګوندی امریکا د سولی راوستو لباره راغلی خو هله به وپوهیږو چی امریکا رشتیا د جنګ د دوام لپاره نه بلکه په یقین سره د سولی د راوستو لباره راغلی ده؟ د امریکی پوځی سیاست یوازی پر جنګ تمرکز دی او دا بیا د اشغال برته بل ځه ندی.

که پوځی وی بیا خو اشغال دی او د اشغال لپاره ښایسته اوخوندوره لیار جها…………د دی او بس، بیا به پته ولږی چی د افغانانو سره جنګ او جګړی کول رښتیا چی احماقت و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *