چهارشنبه , 22 نوومبر 2017
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / غازي امان الله خان او وروستي حالات
hadad_pic(

غازي امان الله خان او وروستي حالات

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد ))

تاريخ يوه هينداره ده او که دغې هيندارې کښې څوک ځان ونه گوري مختورن او ککړ به وي ځان به نه ويني هر چاته مسکى وي بيا څوک نه ورسره خاندي بيا چل ول ته مخه وکړي  د ملي ناموس ميرڅمن شي.د ١٣٠٢ لمريز کال کښې د کب په ٢٨ د امان افغان په نامه يو جريده خپره شوه چې د افغانستان پوه ميرسيدقاسم چلوله، دده لومړۍ مقاله په لومړۍ گڼه کښې ده ، د تاريخ هينداره خپلو لوستونکو ته په لاس ورکړه ، ده د مقالې سريزه وه ((افغانستان او د هغه شمالي او جنوبي گاونډيان)) دى وايي نژدې دوه پېړۍ کېږي، له لندن او پتروگراد نه ، يو وېرونکى سېلاب د آسيا په لور راوتلى دى . هغو هېوادونو ته روان دى چې د مدنيت زانگووه ، ، پېغمبران ، او آسماني کتابونه دلته و صلحا او صالحين دلته پراته و. د تاريخي قومونو هستوگن و ، مقاله اوږده ده د يوې وړې رسالې په کچه ده نن له دې خبرې څلوراتيا کاله کېږي ، افغانستان هماغه  دى بدمرغي په دې کښې ده چې د امان الله خان پير تحليل شوى نه دى که دا شوى واى بيا به گرانه نه وه چې بيا مو کټ مټ هماغه حالات ليدلي نه واى ، نعمت د ذلت په سيوري کښې چې د الاهرام مسوول مدير امان الله خان ته ويلي و چې داسې نعمت به مو نه غوښتلى.

د افغانستان او د هغه شمالي او جنوبي گاونډيان د مقالې په يوې برخې کښې داسې ليکل شوي و افغانستان په ځان وېسا لري د ژوند ښېگڼې او ملي ارمانونه پخپله ترسره کوي ، ځانته گروهنه ، فکر ، مسلک او ملي تگلار لري ، استعماري فکرونه نه لري او نه د هغه دپاره وخت ورته پاتې دى ، زمونږ لپاره نژدېوالى لورينه اړينه ده ، له شوقه جگړه څوک نه کوي بيا که چېرې ملي ژوند په خطر کښې وي له خپل ژوند نه لاس اخلي.

انگليسان او روسان زمونږ له غمه ځان نه وژني که د خپلو سياسي او اقتصادي گټو دپاره يې نه وي.

يو خبر چې په ١٣٠٣ لمريز کښې خپور شوى :

د شنبې په شپه د غويي د مياشتې شلمه د کابل په لاندې چوک کښې په هغه کاروانسراى کښې چې د امير شېرعلي خان په نامه دى اور ولگېد. پخواني کتابونه ، د تېرو مهالو د محاسبانو دفترونه وسوځېدل.

کله چې د يو هېواد داسې مهمې زېرمې اور واخلي نو څه پاتې شول ؟

يوه بل خبر کښې راغلي چې غله د پوليسو په جامو کښې غلا کوي .

اوس ددې مهال يعنې د وږې د مياشتې لسمه کال ١٣٨٦ لمريز خبر د بي بي سي په حواله ولولئ .

په لښکرگاه کښې د مختار پنډغالي سره   دوو پوليسو خپل قوماندانان وژلي دي . کله چې پوليسو خپل قوماندان ووژاه بيا يې د خلکو د سپرلۍ يو گاډى و تښتاوه.

گروهنه دا ده چې حالات سره ورته دي يوه ورځ چې سړي يو وارې ليدلې وي څلور اتيا کاله وروسته يې بيا هماغه ورځ نه گوري. د هوښيارو خلکو کار نه دى بارى دا چې سد يې په سرکښې نه وي جوړ  لېونى وي.

بيا دا بې سده لېوني پاڅې نورو ته وايي راځئ تاسې زمونږ په شان لېوني شئ او ډالرې واخلئ خپله ټوله هستي د امير شېرعلي خان په کاروانسراى کښې و سوځوئ ، وروره ته يې کوه نور يې نه کوي .

په لسمه گڼه کښې بله مقاله ده د هېواد د حالاتو عنوان لاندې چې جنوب کښې جگړه ده ، دا مقاله په همغه توگه چې د روس او انگليس کشمکش دى ، لکه چې پاچاه يوه خبره کړې وه :

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *