چهارشنبه , 22 نوومبر 2017
کورپاڼه / سلايډ / آیا امریکایان اشغالګر دي او که نه؟؟
45499_884

آیا امریکایان اشغالګر دي او که نه؟؟

ابو یاسر افغان
داسې وخت دی چې چاته خبره کوی نو مجبور یې چې په دلایلو یې ورته ثابته کړی، کنه نو خبره دې ځای نه نیسي، دا ښه خبره ده چې زموږ ملت هم پوه شوی او د خپل دوست او دښمن فرق کولی شي، پرون که روسان د دوستانو په جامه کې راغلل، افغان ولس یې د دوستۍ ترخه وڅکل، په ننیو امریکایانو به مرکب جاهل تېر وځي، کنه نو چې د دې ملت اصیل بچی وي، دریغه چې پرې تېر وځي.

د امریکایي میډیا ډنډورچیان هڅه کوي چې افغان ملت ته د اشغال بدل شوی او خود ساخته تعریف وکړي او ورته په خپلو جاهلانه دلایلو ثابته کړي چې امریکایان اشغالګر نه دي، دا د خدای جل جلاله په لوی عالم کې تر ټولو ذلیله طبقه د یو داسې کار په کولو ګومارل شوي، چې شروع او پایله دواړه یې د شرم او عبرت سبب دي، دوی دا هیره کړی چې افغان مجاهد ملت لا د تنظیمي جګړو پر مهال پوهېده چې امریکا زموږ د دین، خاورې او عزت دښمنه ده او بل دا چې امریکایي کافران یې د دین او هویت په ختمولو کې هیڅ ناغیړي نه کوي، نن ورځ چې عملاً امریکا د نړیوال کفر رهبري پر غاړه لري، دلته یې هم ناوړه قدمونه را رسیدلي او زموږ هېواد یې په مطلق ډول اشغال کړی دی.

که څوک فکر کوي چې اشغال یواځې هغه حالت ته وایي چې د یو هېواد پر وګړو دیني بندیزونه ولګیږي، قانون، نظام او… یې ټول عملاً او مستقیماً رانسکور او پر ځای یې کوم خارجي تبع د واک پر ګدۍ سریښ شي، نو بس دغه اشغال دی او بل ډول نه لري، نو دوی ته دې وویل شي چې که دا هر څه پخپل ځای وي بیا هم اشغالګر اشغالګر بلل کېږي. دا مې پر دې پورې وویل چې په ټولنیزو رسنیو کې د سي آی ای د تنخوا خورو لپاره لویه ستونزه داده چې څه ډول افغانان پر دې قانع کړي چې امریکایان اشغالګر نه دي، او داسې دلایل لیکي چې جهالت به یې له خبرو د ورایه معلومیږي، هلکه کمبخته! اشغال هم ډول ډول وي، خو اوسنی اشغال په مطلق ډول په ټولو برخو کې عملي او تطبیق شوی دی، د روس او امریکا د اشغال ترمنځ جزي توپیرونه د دې معنی نلري چې ګني دوی اشغالګر نه دي، تاسو ته هم پکار ده چې هسې ځانونه ستړي نه کړئ:

۱- ځمکه او فضا مواشغال ده.

۲- عملاً اشغالګر قوتونه موجود دي.

۳- د وی لخوا نظامي عملیات د معمول خبره ده.

۴- دیني عالمان، دیني مرکزونه او نور دیني بنسټونه د خطرناکو بریدونو سره مخ او په قصدي ډول هدف ګرځول کیږي.

۵- د دې لپاره که امریکا مستقیماً زموږ په دیني احکامو بندیزونه لګوي نو ویریږي چې هسې نه پټه څېره یې را څرګنده او ملت یې پرضد را پورته شي،د دې ستونزې د حل لپاره یې په رسنیو کې پر دیني شعایرو د ملنډو او تمسخر لپاره سلګونه بلکې زرګونه کسان ګومارلي، تر څو د خلکو پر وړاندې دیني احکام بې ارزښته او تاریخ تیري وښایي او په بدل کې یې ورته د ساز سرود او لوبو څلورویشت ساعته نشرات پیل کړي، تر څو خلک له دین څخه رامنع او په عبثیاتو یې روږدي کړي.

۶- د حکومت واګي یې داسې مفسدو عناصرو ته سپارلي چې د دوی روزل شوي جاسوسان، چالاکه مداریان، کاذبین، منافقین او د اسلام سر سخت دښمنان دي، د انتخاباتو جعلي ډرامې یې هم د خلکو د تیر ایستلو لپاره پر لاره اچولي.

۷- د هېواد قانون د واشنګټن نه را وارد شوی او که یوه نیمه ماده یې په کې اسلامي لیکلي وي، هغه هم تش د کاغذ پر مخ ده او په عمل کې ټولې هغه مادې پلي کیږي چې د دوی د ګټو سره سمون خوري.

۸- بمباري، چاپې، شخصي زندانونه او د کفري لښکرو لخوا په ټولو چارو کې عملاً مداخله او ورته نور حالتونه او فعالیتونه موجود دي.

۹- بهرني شرکتونه، این او ګانی، سازمانونه، استخباراتي ادارې، مافیایي بانډونه او سفارتونه په یو مخ او په چټکۍ سره زموږ د دین او هېواد پرضد فعالیتونه کوي، د هېواد شتمني لوټ کوي، قومي، سمتي او ژبنیزو تعصبونو ته لمن وهي.

۱۰- امریکا په وار وار ویلي چې دا یوه صلیبي جګړه ده، ښه نو چې دا صلیبي جګړه ده، طبعاً زموږ د هېواد د دایمي اشغال، دلته د نصرانیت د ترویج او اسلام د خاتمې پلانونه تر کار لاندې دي، تر دوی پخوا روسانو په خپلو مستعمرو کې دا ډول کړنې او فعالیتونه ترسره کول چې د دوی لپاره یې پرته له افغانستانه په نورو ټولو مستعمرو کې مثبتې پایلې در لودی.

۱۱- امریکا د چین او روس د کنټرول لپاره زموږ له هېواده د یو نظامي او استخباراتي مرکز په حیث کار اخلي، همدا راز د ځینو نورو هېوادونو استخباراتي کړۍ هم یو د بل سره په رقابت د امریکا په خوښه دلته فعالیتونه کوي.

۱۲- د ارګ حکومت، حکومتي طرز، قانون، استخبارات، پولیس او عسکر د امریکایانو په پیسو چلیږي او مستقیماً د امریکایي عسکرو تر قوماندې لاندې دي.

۱۳- امریکایان د افغان خاورې پرسر د ګاونډیو هېوادونو سره سودا کوي، له هر ډول قانون څخه مستثنی دي، د هېواد ټولې تولیدي سرچیني لکه مؤسسې، ګمره کات، د مخابراتي شبکو کنټرول، د نورو هېوادونو سره د اړیکو د جوړولو واک او خوښه، داخلي پالیسي، مقررات، تعلیمي برخه، کلتور، قضا او…یې په خپل لاس کې اخیستي.

۱۴- د هېواد په بېلابېلو سیمو کې یې نظامي او استخباراتي مرکزونه فعال او خپله خوښه یې ده چې کله او چېرته اړتیا وویني په خپله خوښه او بې له کوم قانون یا قانوني اجازته چاپه اچوي، بمبار کوي او زموږ خلک نیسي، له بمبارد نه، خو یې داخلي عسکر او پولیس هم په امن نه دي، لنډه دا چې د نظامي، اقتصادې، فکري او عقیدوي یرغلونو په کولو سره یې زموږ د هېواد او خلکو برخلیک په خپل لاس کې اخیستې، پر افغانستان د برید او اوس دغلته ته د دایمي پاتې کېدا لپاره یې له ملګرو ملتونو نانځکه جوړه کړې او په خپله خوښه یې لوبوي، نو ځکه خو د هېواد په هکله د یرغلګرو د موجودیت او فعالیت د جواز دلایل زموږ ملت ته هسې په سترګو کې خاورې اچول دي، …….

۱۵- اخر دا چې اوسنی اشغال تر پخوانیو هغو ډېر خطرناک او پایلې به یې هم خطرناکی او سنګیني وي، دا چې لویی رسنیزي دستګاوی د دوی په لاسو کې دي هڅه به وکړي چې تر ډېره وخته افغانانو ته دوکه ورکړي او امریکایي پوځیان ورته د سوله ساتو په نوم ور وپیژني مګر ولس ته اوس حقیقت څرګند شوی دی، خو سره د دې ټولو حقایقو چې بیا هم څوک وایي چې دوی اشغالګر نه دي، نو هغه به مرکب جاهل وي بل څه نه.

د نړیوال کفري بلاک د بشپړ شکست په هیله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *