جمعه , 22 سپتمبر 2017
کورپاڼه / سلايډ / د برما د مظلومانو غچ له صلیبیانو واخلئ
87163852202329148164462111341711248998150

د برما د مظلومانو غچ له صلیبیانو واخلئ

نن یي څوارلسمه ورځ ده په مطبوعاتو خصوصاً په ټولنیزو شبکو کې د برما د مسلمانانو له مظلومیت ډک فلمونه نشریږي، بودایان چې ځان ته د نړۍ تر ټولو پر امنه خلک وایي د ښځو او ماشومانو په قصابي اخته دي خو د کفري نړۍ په شمول، ۵۷ اسلامي هیوادونه هم په دغو ظلمونو غلي دي او ننداره یي کوي.
د مسلمان په حیث زموږ فریضه جوړیږي چې تر خپله وسه د مظلومو مسلمانانو سره کومک وکړو، موږ ته خپل پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم، دا درس راکړی وو چې مسلمان ټول د یوه جسد غوندي دي، موږ دا درس هیر کړ، خو کفار په مشرقي افریقا، کشمیر، فلسطین، چیچنیا، مشرقي ترکستان، برما، کوسوو، یمن، عراق او افغانستان کې پر موږ مسلمانانو باندي په ډول_ډول ظلمونو سره یوځل بیا موږ ته دا درس را یادوي چې تاسې یو ملت یاستئ ځکه موږ په تاسې دا حال جوړ کړی دی!
هر ځای مسلمانان د خپل ځان په دفاع کې په جنګ اخته دي،ټوله نړۍ کې یو داسې مسلم هیواد نشته چې دوی په غیر مسلم هیواد یرغل کړی وي.خو بیا هم ترهګر بلل کیږي.
لکه څنګه چې مسلمانان یو ملت دي همداسي کفار هم د مختلفو ډلو په شکل کې یو ځای شوي دي،یوه بیلګه یي ناټو ده چې زموږ په وطن یي یرغل کړی،د حشتونو او ظلمونو داستانونه یي روان دي، او تازه وحشت یي په پروان کې د اسلامي مقدساتو سپکاوی دی.
نن په پروان کې امریکایي الوتکو له هوا څخه داسې پاڼې شیندلې چې خلک د افغان عسکرو ملاتړ ته وربلل شوي خو طالبان یې د «دښمنانو» په توګه معرفي کړي.
په یادو پاڼو کې د سپي عکس په داسې ډول چاپ شوی چې په بدن کې کلمه طیبه لیکل شوې (مطلب چې د طالبانو بیرغ دی) او له زمري څخه د تېښتې هڅه کوي(زمري نه د دوی مطلب امریکایان او د دوی افغان همکاران دي) (نعوذ بالله).
تر دي مخکې په ۲۰۱۲ کال يې د بګرام په اډه کې د قرآن کریم پاڼې په اور سوځولې وي.په ۲۰۰۸کې په خوست لکڼو کې قراڼ کریم په مدرسه کې په ډزو و ویشت او شهید یي کړ.
عجیبه خو دا ده چې اوس چې کومې پاڼې شیندل شوي د پښتو لیکنه ورباندي شوې ده، افسوس دلته راته دریږي چې امریکایان په پښتو نه پوهیږي خو افغان مشاورینو یې چې دا پاڼې ورته ترتیبولې دومره یي نشو ورته چې کلمه طیبه چې تاسې پر سپي لیکئ په دې باندې افغانان خفه کیږي،سبا به امریکایان (sorry)یا بښنه باندي کار خلاص کړي خو دا کار دوی هیڅ کله غیر شعوري یا په غلطۍ سره نه دي کړی بلکې قصداً یي کړی.
زموږ د ایماني غیرت امتحان روان دی، کله مو قرآن کریم سوځول کیږي، کله مو د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم کارټون جوړیږي، کله مو خپل وطن کې جوماتونه په شهادت رسیږي، کله مو اروپا کې مسلمانې خويندې د حجاب په جرم زندان ته وړل کیږي، کله د برما د مسلمانانو د مظلومیت هغه فلمونه او عکسونه راته نشروي کوم ظلمونه چې تر اوسه په انساني تاریخ کې نه وو شوي.
زموږ وس نه رسیږي چې د ټولو مسلمانانو کومک وکړو، خو خپل وطن ته مو د نړۍ ۴۹ یرغلګر هیوادونه راغلي، که د برما بودایانو ته مو لاس نه ور رسیږی، که د اسرائیل یهودانو ته مو لاس نه رسیږی، که د مشرقي افریقا عیسویانو ته مو لاس نه رسیږي، که مو د کشمیر هندوانو ته لاس نه رسیږي نو خپل وطن کې مو ډلې ډلې یرغلګر او د دوی همکاران ګرځي، کندوز، شینډنډ، هسکه مینه او لوګر کې یي په تیرو لسو شپو کې تر سلو زیات بیګناه افغانان د ګور میلمانه کړل، دغو صلیبیانو ته خو مو وس ور رسیږي! باید تر خپله وسه پورې د دوی بر خلاف په ټوپک، ژبه او قلم مبارزه وکړو.
هسې نه په ورز د محشر د الله تعالی په حضور کې یو طرف ته هغه خلک ولاړ وي چا چې د کفارو په وړاندي د خپل دین، ملت او وطن په دفاع کې ځانونه ټوټې ټوټې کړي وو او بل طرف ته موږ په هغو خلکو کې مایوس او پښیمانه ولاړ وو چې هر څه مو په وس پوره وو ، خو د کفارو عصري ټیکنالوژی ډارولي و، د دنیا، مال او اولاد مینه راباندې غالبه وه، له زندان او مرګ نه ډارېدلو نو ځان ته مو پلمې لټولې او هیڅ مو ونکړل، هغه ورځ بیا ارمانونه هیڅ ګټه نه کا.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *