جمعه , 22 سپتمبر 2017
hadad_pic(

نيمه نړۍ اوبوکې ده

نيمه نړۍ اوبوکې ده ،نيمه وچکالي تيروي ،څه په ارو کښې سوځي دپښتنو په سيمو کښې دټولې نړۍ زوروره جگړه ده ځنې خلک لاځانونه سينگاروي او داد پښتو په لنډيو کښې لا پخوارغلې وه

څه شور ماشور دى

په شور ماشور کښې ليلا ځان سينگاروينه

مشرف او بينظيره دا کوي نواز شريف وايي دسپتمبر په لسمه پاکستان ته ځم او خپل بخت گورم .که څه زما تاليو کښې پاتې هغه به هم ووينم . کرزى دبش دروغتيا په غم کښې دى ،چې ته ښه يې زه ښه يم .

دپښتونستان ورځ : بيټنى صاحب که ژوندى وي خداى دې وساتي په ١٣٤٧ ل کال کښې ،چې دپښتونستان ورځ وه ده وويل :” دپښتنو مشري څوک نه کوي هرڅوک ،چې خپل ځاني کار وکړي بيا يې په نيمه لار کښې پريږدي ،که زه څوک ووينم ،چې په رښتونې او صداقت دپښتنو مشري کوي زه به يې گولې سموم ،خودا څوک نه کوي .” بيا داخبره ده ،چې پښتانه اوس پوهيږي ،چې څومره يې بايلودلې او څومره پاتې دي ،دپښتنو ډېر ځوانان ،لاس په دعا دي : اى څښتن تعالى درېيم بابا راکړه ،چې ميرويس نيکه او احمدشاه بابا شي او مونږ يې لاسونه پښې ښکل کړو. پښتانه ،چې پښتانه وي بيا پښتانه دي او داښه خبره ده پښتانه ،چې پښتانه شي يو مثال به دلته ورکړم .

کله چې دافغان انگليس دوه يمه جگړه شوه محمد جان خان وردگ ،چې وکړل څه وشول ؟ ددې انعکاس په هغو پښتنو (لرو) کښې وگورئ ،چې امير عبدالرحمان خان  بيا محمد جان خان مړ کى .

لومړى :

تل کړي جنگ نه کړي څنگ څه عجب دى ځوان

خوري  غورځنگ په فرنگ نوم يې محمدجان

کا جنگ دمومنانو دنبي په دين

وکړئ ننگ کړئ  يې  بدرنگ واړه کافران

(محمددين)

دوه يم :

محمد جان غازي شهيد له دنيا تيرشنه

مړکى امير په ټکي گير شنه

محمدجان خان ،چې دامير سره نوکر شنه

واړه عالم په داخبرشنه

په داسې  حالاتو پوهيدل اړينه ده ،چې جنگ يې انگليسانو سره کړى دامير عبدالرحمان په لاس مړ شوى

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *