چهارشنبه , 22 نوومبر 2017
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / دوږي نهمه څنگه ورځ ده!
hadad_pic(

دوږي نهمه څنگه ورځ ده!

 

ارواښاد  قدرت الله حداد ((فرهاد ))

وروسته له هغه ،چې انگليسان ١٩٤٧م کال  له هندوستان څخه ووتل افغانستان دپښتنو، بلو څو دسيمې خبره په احتياط پورته کړه انگليسانو هغه ونه منله ،محمد علي جناح په دې کښې  دومره حساسيت نه ښوده دهغه عمرلنډو،لياقت علي خان هم ووژل شو،دپاکستان لومړي  مشران سپين ږيري پاخه خلک و؛ ځکه هغوى دهندوستان په خپلواکۍ کښې دپښتنو په برخه پوهيدل له بلې خوا هغوى هغه حالات ليدلي و ،چې دسرحد پښتنو تر پايناب پورې دجگړې په حال کښې واو همدغو جگړو دازادو قبايلو او داسې سيمې  ،چې دهيچانه وې  رامنځته شوې ، انگليسانو خپل معلومات  امريکا ته ورکړل او امريکې ځان پاکستان ته نژدې باله ،چې تر اوسه داسې ده. پښتانه چې دپکت درنه پښه ده دېرش زره کاله پخوا تر ميلاده ددوى شتون څرگند دى. داد تاريخ په نوي بدلون کښې  ،چې دمدنيتونو داثارو  له موندلو سره ډېر روڼ شوى دا څېړنې شوي ،خو خپله پښتانه څه ناخبره پاتې دي .

پکت ،پاکتيان ،پکتانه بيا باکت ،باکتر، باکتيا داځکه کيږي ،چې عربان اوس جاپان ته جابان او پاکستان ته باکستان وايي هغوى دپ تورى نه لري همداډول چينايان نور توري نه لري نوهغوى کوچي ته يوچي وايي….دافغان نوم هم اوښتى دى په داسې حال کښې  ،چې افغان او پښتون يودى .

دوږي نهمه ١٣٢٩ دپښتونستان په نوم شوه ،چې ډېرو پښتنو په لويه غونډه کښې  ومنله او هرکال به چې دافغانستان دخپلواکۍ جشن به پاى ته ورسيد دوږي په نهمه به دپښتنونستان ورځ وه هغه به هم عامه ځنډونه وه ادارې به بندې وې لاريونونه او غونډې به کيدلې دپښتونستان پروگرام په راديو افغانستان کې هره شېه وه د” هېواد ” اخبار هم دهمدې دپاره خپرونې کولې امريکې ،چې پاکستان ته  پوځي مرستې ورکړې محمد داود دوخت شوروي اتحاد ته مخ واړاو محمدظاهر شاه به هرکال دخپلواکۍ خبره هم کوله په دې کښې مضمون بدل شو روسانو په دې پلمه دافغانستان اردو او هوايي قوه پياوړې کړه په افغانستان کښې دننه خلق ،پرچم، شعله جاويد ،ستميان شول افغانستان او پښتونستان دواړه پاتې شول خبرې نورې شوې ،چې تفصيل يې کتابونو کښې نه ځاييږي اونړۍ هم دحيرانۍ خواته روانه ده. بش هم ناروغ دى هيڅوک په خپل کارنه پوهيږي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *