جمعه , 22 سپتمبر 2017
کورپاڼه / لیکنې / ټولنیزه / په هېواد کې دگرمسيرو نوى تعليمي کال او نوى نصاب
51656

په هېواد کې دگرمسيرو نوى تعليمي کال او نوى نصاب

ډاکټر خاموش

دادى دسنبلې يا وږي دمياشتې په پنځلسمه په هېواد کې دگرمسيرو سيمو کې  نوې تعليمي کال پيل شو زده کوونکي   لوړو ټولگيو ته ورسيدل

دنوو استادانو شاگردان شول ، استادانو ته هم دنوي تعليمي کال نوي زده کوونکي مخې ته کښيناستل

دځنې زده کوونکي  د ټولگي په لوړتيا درس خونې ته لاړل ، نوې شوې  کتابونه ورته ترلاسونو ورسيدل او دنوى تعليمي کال دنوټونو لپاره به نوې کتابچې هم ترلاسه کړي،

هر کال دزه کوونکو نوى کال هغه ګرمسير وي او که سردسير نوى کال په همدې ترتيب پيل کوي

خوسږنې کال تر تېرو کلونو يو توپير لري چې په تېرو کلونو کې به هر څه نوى وو خو تعليمي نصاب به زوړ هغه پخوانې تصويب شوى نصاب ؤ .

په روان کال کې چې دگرمسيرزده کوونکو نوى تعليمي کال پيل شو دپخوانى نصاب ترڅنگ زده کوونکو ته نوى جوړ کړل شوى نصاب هم اعلان کړل شو دا نوى تعليمي نصاب د حکومت لخوا پخوانى تعليمي نصاب سره توپير لري ددې نصاب اعلان د  جوزجان  د زراب په ولسوالۍ کې وشو چې دداعش ډلى ددې ولسوالۍ او قوش تيپې اوسيدونکو زده کوونکو ته وکړ .

د جوزجان ولايت په زراب ولسوالۍ او خواو شا سيمو کې د ډيرې مودې راهيسې د داعش ډله فعاله ده خپلې محکمې لري خپل قانون لري او دادي دحکومت دتعليمي نصاب په مقابل کې يې خپل تعليمي نصاب هم اعلان کړ .

په جوزجان ولايت کې دزراب ولسوالۍ نږدى سيمو کې داعش اعلان کړيدى چې زده کوونکى به نوې کال دسنبلې دمياشتې په پنځلسمه نه پيلوي دوى ته به داعش لخوا دنوى تعليمي کال خپل اعلان کيږي دجوزجان ولايتي چارواکي ددې داعش ډلې دحکومت په مقابل کې دنوى نصاب څخه خبر کړل شويدى خو ولايتي چارواکي پرې چوپه خوله ناست دي .

دويمه لويه ستونزه داده چې دگرمسيرو سيمو نوى تعليم کال خو پيل شو اما زده کوونکو په تير کال د درس يوټکى هم نه دى ياد کړى او روان نوى تعليمي کال به هم د تېر کال په څير تېر شي زده کوونکو ته کتابونه ورکړل شي خو دمکتبونو دروازي يې تړلي وي

دننگرهار ، کندهار ، کندوز ، هلمند ، لغمان ، فراه او نورو هغو ولاياتو کې چې دگرمسيروې  نوى تعليمي کا ل يې پيل شو استادانو يې د ٧٠ سلنه بندو مکتبونو چې زده کوونکو ورته يوه ورځ هم حاضرى نه ده ورکړى معاشونه يې ترلاسه کړيدى .

داستادانو په معاشونو ترلاسه کولو کې خو حکومت پړ دى چې دبندو مکتبونو دروازې داستادانو او زده کوونکو پر مخ نشي خلاصولي  خو نه جبران کيدونکى ټکى دادى چې زده کوونکو په ٩ مياشتو کې ٩ ټکى هم ياد نه کړل او په خوب  ويده  بل ټولگي ته کامياب کړل شول .

تر دې زياته ستونزه چې افغان ولس ورسره مخ دي او د اولادونو برخليک يې دتياري په لور روان دى هغه دهېواده بهر په شخصې زده کړه ييزو مرکزونو کې دجعلي اسنادو ترلاسه کول دي له هېواده بهر ٦٠ سلنه زده کوونکي په ټولگيو کې ناست وي خو پاتې سلنه يې له ټولگي بهر ژوند کوي او دپيسو په مقابل کې جعلي اسناد ترلاسه کوي چې له يوې خوا په حکومت او اداروکى په واسطو دجعلي اسناد خاوندان مقرريږي او له بلې خوا هغه کسان چې خپل تعليمي کال يې په زده کړه تير کړي وي له هر څه محروم پاتې شي دادى نوى تعليمي کال کې بل نوى نصاب هم را پيدا کړل شو .

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *