چهارشنبه , 22 نوومبر 2017
کورپاڼه / لیکنې / سرلیکنه / بې کوره او بې ګوره مسلمانان
Burma killing1

بې کوره او بې ګوره مسلمانان

سرلیکنه

دا دی یو ځل بیا د روهنګیا د مسلمانانو کورونو ته د میانمار د وحشیانو لخوا اورونه واچول شول او له خپلو کورونو څخه د بنګله دېش په لوري، په داسې حال کې چې ښځې او ماشومان هم ورسره دي، په کډو کولو مجبور کړل شول.

په برما یا میانمار کې د بشر د حقوقو د سازمان په یوه راپور کې ویل شوی چې د برما حکومت واکمنې، انګ سان سوچي د روهنګیا له مسلمانانو سره پر کړي ظلم سترګې پټې کړې دي.

د ملګرو ملتونو چارواکي وايي، په تېرو لسو ورځو کې په میانمار کې د روهنګیا مسلمانانو نږدې سل زره کورونه سوځول شوي او انګ سان سوچي په دې اړه د بې کوره او بې وطنه مسلمانانو په اړه هیڅ ډول وینا نه ده کړې.

د ملګرو ملتونو پخوانی عمومي منشي کوفی عنان، چې اوس په برما کې د مسلمانانو د کورونو د سوزولو او پر هغوی د ظلم او زیاتي په اړه د یوه پلاوي مشري کوي، وايي: د برما مسلمانان د هغه ځای د پوځي واکمنو له ظلم او زوره څلور کاله دمخه هم له دا ډول حالاتو سره مخ شوي وو او د برما حکومت یې په اړه باید دریځ څرګند کړي.

نړیوالې غربي رسنۍ په ډېره سپین سترګۍ سره د روهنګیا مسلمانانو په اړه لیکي چې په نړۍ کې تر ټولو ادیانو کم خلک دي، چې ورته اقلیت وایي؛ حال دا چې مسلمانان هیڅ وخت اقلیت نه دی، دا که د برما په راخین ایالت کې ژوند کوي او که په نورو ځایونو کې. مسلمانان په ټوله نړۍ کې د یوه څرګند او پراخ نظره دین پیروان دي، بودایان به ورته له دې امله اقلیت وایي چې هغوی د اسلام د مقدس دین له خپراوي وېره لري.

که د برما حکومتي چارواکي وایي چې د راخین په ایالت کې مسلمانان له نورو هېوادونو ورغلي دي، د ملګرو ملتونو له قانون سره سم، هغوی چې د نورو په ادیانو غرض نه لري باید تابعیت ورته ورکړل شي، که تابعیت ورته نه ورکول کېږي، بودایان هم پرې د زور او ظلم یا د کورونو د سوزولو حق نه لري، د برما حکومت یې باید مخه ونیسي.

په لومړي سر کې د برما د حکومت ظلم باید د نړۍ د مسلمانانو لخوا وغندل شي، دویم ټول اسلامي هېوادونه او په ځانګړې توګه او، آی، سي باید د روهنګیا د مسلمانانو په اړه تصمیم ونیسي څو په روهنګیا کې له پاتې مسلمانانو سره ورته ظلم او وحشت ونه کړل شي.

د عربي هېوادونو شاهي کورنۍ او ټوله اسلامي نړۍ مسئولیت لري چې د روهنګیا د مسلمانانو په اړه یوه ګډه اعلامیه خپره کړي او نور د برما د وحشیانو لاسونه لنډ کړي. له تېرو څلور ورځو راپدېخوا چې د برما د مسلمانانو کورونو ته اورونه اچول شوي دي او په کوم حالت کې له کورونو وځي، په دغه بد حالت د اسلامي هېوادونو د واکمنو چوپتیا د افسوس خبره ده.

په اصل کې دمخه چې په ۲۰۱۲م کال د برما مسلمانان له یوه بد حال سره مخ شوي وو، ژوندي په کورونو کې سوزول کېدل، اسلامی نړۍ پرې چوپه پاتې شوه؛ ځکه نن ورځ د برما راخین ایالت بودایان د مسلمانانو کورنو ته اورونه اچوي. موږ دا نه وایو چې د راخین اوسېدونکي بودایان دې هم په دغه حالت ککړ کړل شي، موږ په برما کې له مسلمانانو سره د بشر د حقوقو غوښتنه کوو، د هغوی د کورونو د سوزولو او پرې د وحشت مخه با ید ونیول شي. د بشر د حقوقو په نامه هر کال د ملګرو ملتونو لخوا په بېلابېلو هېوادونو کې تش په نامه غونډې کېږي، باید ملګري ملتونه د روهنګیا د مسلمانانو په اړه جدي اقدام وکړي.

د میانمار چارواکي وايي، د راخین مسلمانان، چې په روهنګیايي مسلمانانو مشهور دي، له نورو هېوادونو دغې سیمې ته ورغلي دي او د دوی د هېواد تابعیت نه لري او هم د نړۍ یو هېواد هم د روهنګیا مسلمانانو ته تابعیت نه ورکوي.

د اسلامي هېوادونو مشران باید خپل مسئولیت ادا کړي. لومړی خو باید د روهنګیا مسلمانان خپلو هېوادونو کې ومني او تابعیت ورته ورکړي.

اسلامی نړۍ باید د روهنګیا مسلمانان له برمایي وحشیانو وژغوري. په کوم هېواد کې چې د بشر د حقوقو درناوی نه کېږي، د مسلمانانو کورونه په اور سوزول کېږي، د اسلامی هېوادونو مشران باید د هغه هېواد په مقابل کې له مسلمانانو سره د ظلم له امله خپل دریځ څرګند او خپله اسلامي فریضه سرته ورسوي.

نن ورځ چې د اسلامی نړۍ د هېوادونواو په تېره بیا د OIC د غړو هېوادونو د بې غورۍ او بې احساسۍ له امله د روهنګیا مسلمانان بې کوره او بې تابعیته دي، سبا ورځ به یې په بل هېواد کې څوک مړی هم په هدیره کې نه پرېږدي؛ بیا به بې کوره بې ګوره هم شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *