یکشنبه , 22 اکتوبر 2017
کورپاڼه / خبرتیا / داجمل شمس د خواشينۍ پيغام
khabartia2

داجمل شمس د خواشينۍ پيغام

په  ډيره خواشينئ سره مو خبر ترلاسه کړ چه د هيواد تکړه ليکوال او اديب استاد غلام دستګير ړنګ په حق ورسيد  (ان لله وان اله راجعون).  ارواښاد استاد ړنګ د پوهنې او د پښتو ادب په برخه  کې بې ساري خدمتونه ترسره کړي
او ګڼ شمير اثار يي ليکلي . بي له شکه د استاد مړينه د هيواد د پوهنې او ادب برخې ته ستره ضايعه ده. افغان ملت ګوند  د ارواښاد غمژنې کورنې ته خپل تسليت وړاندې کوي او ارواښاد ته د لوئ خداې له درباره مغفرت اوجنتونه غواړي.
روح دې ښاد اوسي
اجمل شمس
د افغان ملت ګوند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *