چهارشنبه , 22 نوومبر 2017
کورپاڼه / سلايډ / امريكا د یوې سترې تاریخي ماتې په لوري وروستۍ لار لنډوي
45499_884

امريكا د یوې سترې تاریخي ماتې په لوري وروستۍ لار لنډوي

نوید صهیب
امریکا د افغانستان لپاره د خپلې جګره ایزې تګلارې له إعلان سره سم دادي عملأ خپله افغان ضد جګره یو ځل بیا تونده کړه، د خپلې تګلارې د پیل په دود یې په هرات، لوګر، ننګرهار، کندوز او دادي په کابل کې په لسګونو مظلوم افغانان په بارودو وسوزول.

له کله نه چې د امریکا ولسمشر د افغانستان لپاره په اصطلاح نوې تګلاره اعلان کړې، په نړیوال رسنیز ډګر کې د افغانستان قضیه د یو تود خبر په څیر اوړي را اوړي.

د ډیری شنونکو په اند د امریکا ستراتیژي د تیر په څیر یوازې بې مفهومه تکراري خبرې وې چې کوم نوي څه پکې نه وو.

د افغانستان لپاره د امریکا تګلارې په سیمه ایز او نړیواله کچه غبرګونونه را پارولي، د امریکا غټ رقیب (روسیې) تأسفناکه او بیهوده بللې، پاکستان بیا د امریکا لخوا د جګړه ایزې ناکامی د پټولو هڅه بللې، هند د پاکستان له ضده په افغانستان کې د امریکا په یارانه خوښ دی او چین بیا په افغانستان د امریکا له نفوذ او زیاتیدونکې جګړې ویره لري…

که دا ستراتیژي په دوه برخو(ظاهري او مبهمه) سره وویشو

ظاهري برخه: ظاهرأ پدې ستراتیژي کې کوم نوي څه نشته، ډیر ترکیز یې په جنګ او طالبانو ته په زور وهلو دی چې دا خبره د امریکایي إشعال له پیل څخه تر دې دمه یو بې نتیجې معمول دی.

ټرامپ د کابل اداره او د هغې اړوندویان پدې خوشاله کړي چې ګواکي نظامي مرستې به ډیرې او نور عسکر به افغانستان ته ولیږي. دا هم د ټرامپ لخوا د خپلو افغاني اجرتیانو د مورال لوړولو یوه بله هڅه بلل شوې، کنه نړۍ او امریکا پدې ښه پوهیږي کومه جګړه چې د څلویښتو غربې هیوادونو په لکونو فوجیانو د دوو ټریلیونو ډالرو په مټ ونه ګټله نو یوازې څو زره عسکر به یې څنګه وګټي؟

ټرامپ د امریکایي إشغال په وړاندې د افغانانو په مقاومت کې د همسایه هیوادونو پښه راکاږله، داسې چې دا ځل یې پاکستان مستقیمأ د طالبانو په ملاتړ تورن کړ او هغې ته یې ګوت څنډنه وکړه، اصلأ دا په ریښتیا هم د امریکا لخوا د خپلې ماتې پټولو تأکتیک او د روسي استعمار د وروستیو حربو په څیر یو تکرار دی.

که وګورو په افغانستان کې روسي ښکیلاک هم د خپلې ماتې په وروستیو وختونو کې همدا حربه کارولې وه، روسانو د إشغال د پای په شیبو کې خپلې نظامي هڅې زیاتې کړې، مراکز یې فراخ کړل، تر دې چې حتی په واخان کې یې د اټومي وسلو د څیړنې او کارونې مرکز جوړ کړ. روس د جګړې ګټلو وروستی ټولې سیاسي او نظامي لارې کارولې، خو نړیوال یې نور له اشغالګرانه سیاست څخه متنفره شوي وه، او په افغانستان کې یې د هغوی شتون ته په بده سترګه کتل، ځکه خو روسانو د دوه مهمو اهدافو لپاره د افغانستان په بریالي جهاد کې د ګاونډیو هیوادونو پښې راکاږلې، لومړی : دوی پدې کار سره نړیوال ذهنیت داسې جوړاوه چې ګواکي په افغانستان کې د روس خلاف روانه مبارزه د افغانانو نه بلکې د ګاونډیانو لخوا پیل شوې سیاسي جګړه ده، دوی پي داسې خبرو خپله حتمي او تاریخي ماتې پټوله.

دوهم : دوی پدې کار سره په افغانستان کې خپل نامشروع استعمار، ظلمونه او قتلونه توجیه کول، او داسې یې انځوروله چې افغانان د روسانو په نظامي حضور خوښ دي.

امریکا هم د ځان په وړاندې د افغانستان په جګړه کې کټ مټ د همدې اهدافو لپاره د افغانستان ګاونډي هیوادونه ښکیل بولي.‏
کنه دا څنګه کیدای شي چې هغه پاکستان دې د امریکا د سرسخت دښمن (طالب) لاسنیوی وکا کوم چې پنځه لس کاله یې امریکا ته د افغانستان د إشغال لپاره خپلې ټولې هوایي، ځمکنی او بحري لارې ورکړې وې!

د ټرامپ د تګلارې مبهمه برخه :

د امریکا په نوې تګلاره کې یو تر ټولو مهم څه چې نړیوال یې په اړه فکر کوي هغه څه دي کوم چې امریکا نه غواړي رسنیز شي.
خو دا څه کیدای شي؟ ښایي امریکا له طالبانو څخه د جګړې ګټلو لپاره د خپلو ډیرو فوځیانو په ځای د پټ بدیل په لټه کې وي، چې دا بدیل د دوی په فکر د بلک واټر په شان بدنامو خصوصي امنیتي کمپنیو په شکل او یا داسې بدیل لکه د إشغال په اولو کې چې د امریکا دفاع وزیر (رمز فیلډ) د جمیعت او جنبش جنګیالي وړ بللي وو او تر خپلې وسې یې د طالبانو په خلاف کارول.
خو اوس نه هغه جمیعت شته نه جنبش، مشران یې ځانونه د پیبسي له داسې بې كاره بوتلو سره تشبه کوي چې نور د امریکا په ښه نشي ورتلی.

تر جمیعت او جنبش رادېخوا د امریکا په ځای د کابل ادارې تر څنګ د افغان جګړې د پرمخ بیولو لپاره دوه مهم بدیله داعش او اسلامي حزب بلل کیږي چې اوس مهال امریکا ورباندې حساب کوي.‏

داسې چې داعش د ځان په ګټه په غیر مستقیم ډول او د حکمتیار جنګیالي په مستقیم ډول د طالب ځواکونه په وړاندې وجنګوي. دا خبرې کوم حدس ندی، بلکه امریکا عملأ د همدې لپاره کار کوي، د اشغال په حضور کې د حکمتیار لخوا د کابل ادارې سره د هر راز همکاری هوکړه او په نظامي برخه کې د حزبي جګړه مارانو جذب; د داعش په اړه هغه پخواني حقایق، اسناد او اسرار چې داعش په افغانستان کې د امریکا پروژه ثابتوي او پدې وروستیو کې د امریکایي چارواکو لخوا د طالبانو په ضد ددې ډلې علني دفاع، دا ټول هغه څه دي چې په افغانستان کې د امریکا د تګلارې د مبهم اړخ څرنګوالی ښیي.

آیا امریکا به په داسې هڅو طالبانو ته وربایللې جګړه وګټي؟

فکر وکړئ یو څوک د باران وریدو په لومړي سر کې سېلاب په مخه کړی، که دا سړی د سیلاب له څپو بچ شي، خو لږه شیبه وروسته همدغه سړی د خپلو بوټانو پیدا کولو په موخه د سیلاب منځ ته ځان بیا وغورځوي، په داسې حال کې چې باران تیز او سیلاب ډیر شوی و،، تاسو فکر وکړئ! ددې سړي برخلیک به څه وي؟ ښکاره ده چې د سیلاب څپې به یې له ځان سره تر نامالوم ځایه پورې وړي .

دا په افغانستان کې د امریکا د راتلونکي برخلیک یو لفظي کاریکاتور وبولئ…

‏امریکا په افغانستان کې خپل ټول زور وکاراوه، اروپایي صلیبي ښکرور یې عملأ د جګړې میدان ته راوستل، بیا یو وخت داسې راغی چې امریکا او ملاتړی یې د طالب خلاف جګړه کې داسې کمزوري شول چې فکر یې نه کاوه! د جګړې ځپلې ناټو شپر لکه فوجیانو ډیر په بیړه له جګړې پښې سپکې کړې او یو محدود شمیر پاته شول.

طالبانو ورځ تر بلې دومره قوي شول چې نړیوال یې هیښ کړل، تاریخ د یویشتمې پیړی د بدماشانو په وړاندې د افغان جګړې اتلولي په طالب پسې لیکله چې امریکا دادی یو ځل بیا د خپل غرور ټیټ شوی سر راپورته کړ او لکه د سیلاب وړي إنسان په څیر یې یو خطرناک سیلاب ته په خپلو بوټانو پسې ورټوپ کړل. امریکا دا ځل په افغانستان کې د یوې تاریخی ماتې په لوری خپلې وروستی لارې لنډوی ، تاریخ يي په حماقت نفرین وایي او د مغرورې امریکا د داسې ماتیدو زیرۍ ورکوي چې په معاصره دنیا کې به بې سارې وي.

إن شاء الله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *