چهارشنبه , 22 نوومبر 2017
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / داپښتانه دي ،چې وژل کيږي، بنديانيږي
hadad_pic(

داپښتانه دي ،چې وژل کيږي، بنديانيږي

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد ))

داپښتانه دي ،چې وژل کيږي، بنديانيږي په ډاگو کښې پراته دي دې ته ويل کيږي نسل وژنه بل څه نه دي. يوه سناتور ويلي بش ديوې معجزې په تمه ناست دى ،چې افغانستان او عراق کښې سوله راشې او ده ته خلک شاباسى ورکړي . طالبانو خپلې حملې ډېرې کړي  دوى وايي ملابرادر يې په شهادت رسولى دى طالبانو دا تراوسه نه ده منلې. اصلي خبره داده ،چې ملت له تاسو مخ اړولى دى دانور دطالبانو کار نه دى يو ملت دى ،امريکې که دافغانستان دبريد دپاره يوه پلمه داسامه بن لادن درلوده عراق کښې هغه هم نه وه دښامارانو دمه جوړه وه . پښتنو ته يې مخه وکړه عراق ته يې هم مخه وکړه .

دادوه لرغوني تاريخي هېوادونه دي دنړۍ دخلکو په پراخو څپوکښې داخبرې روښانه دي او هغوى بشري اخلاق غواړي نور دروغو تبليغاتو باندې پوهيږي دا امپريالستي ژور ناليزم نور کار نه ورکوي بل اخلاقي ژور ناليزم ته اړتيا ده .

دافغانستان په دري اوپښتو ادب کښې داسې حالات راغلي  مونږ ته نوي  نه دي  .

مسعود سعد سلمان وايي:

دوش گفتي زتيـــره گى شب مـــن

زلـــــــف حوراست وراى اهريمــن

زشت چوتظلم وبيکرانه چون حرص

تيره چون محنت وسيـــه چون حزن

مانده شدمهر گوبى  از رفتــــــــار

سيرشد چرخ گــــــوبى  از گشتن

مطلب په دې څو بيتوکښې دادى : زما شپه داسې تياره ده لکه ،چې دحورو زلفې وې شاته يې اهريمن (ديو)

شډل لکه ظلم بې  پايناب لکه حرص

لکه ،چې مهرباني له تگ نه پاتې ده

آسمان له گرځېدو موړ شوى دى (!)

لــــــــــــــــه هنره ،چې څو ووايي لرم

چې مې بخت نه کا ياري څه ووايم

(خوشحال)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *