دوشنبه , 21 اګست 2017
کورپاڼه / خبرتیا / د احمد شاه پوپلزى دخواشينۍ پيغام
khabartia2

د احمد شاه پوپلزى دخواشينۍ پيغام

. الحاج پوپلزی مشر ورور قتيل  خوږېاڼی صاحب او د ړنګ موروثينوته که رحمت دالله شمارو په شمار نه دی د دې لاري پرکنترول مواختېار نه دی مرګ او ژونـد د لاېزال لـه قدرتونو ټاکل شوی زموږ د علم مهار نه دی کتيبې د ړنګ ژوندی دي خطا نه شی داسی تللی تل د مړو په قطار نه دی پوپلزيه ژاړه خپل په بېوسی کښی ژوندون درومی غفلت کله په کار نه دی احمدشاه د ړنګ په مړينه ويرجن نه شو ويرجن ځانته د ژوندو په قطار نه دی د استاد ړنګ په ېاد دخپلي همدردی پيوستون د هغه د کورنی سره په داسی حال چی د پردېسی شپې ورځي تېروم د ېادولو وړ بولم او د داسی منورو ځای چي دخالي کېدلو احساس يي د ورايه حساب کېږی ېوه ليدونکې ضايع احساس کوم خو داچي د عزتمندو څخه عزتمند زېږي په دې ډاډه کېږم چي د ذهني سکون برخه راته هنداره جوړوي. زما نېکي هيلي او ستاسو سره په دې ماتم کښي پيوستون ومنی مرحومي ته چي په پوره پېژند ګلوی کښي يې ډاډ من يم د رب العزت له لوی درباره د پوره بخښني غوښتونکی او سر لوړي کورنی ته يې د صبر لويه پيمانه غواړم. څېړندوی:الحاج حمدشاه ( پوپلزی ) ويرجينېا USA

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *