جمعه , 22 سپتمبر 2017
کورپاڼه / خبرتیا / افغان ولس ته دستر اختر په مناسبت دالحاج امام الدين ساپي دمبارکۍ پيغام خپور شو
sapi_picture

افغان ولس ته دستر اختر په مناسبت دالحاج امام الدين ساپي دمبارکۍ پيغام خپور شو

افغان ولس ته دستر اختر په مناسبت دالحاج امام الدين ساپي دمبارکۍ پيغام

پر اسلامي نړۍ دستر ذات لورينې له مخې ستر (د قربانۍ اختر) را دبره شو،چې ستره لورينه ، دالله دلوري د قربانې د منلو ورځ ده

داسلامي امت ترمنځ دخوښيو او دلوى رب العزت په دربار کې دمسلمانانو ددعاوو دقبولو دروازې دحج دفريضې په ادا کولو سره په يووالي پرانستل شوي دي

ټولې اسلامي نړۍ او په ځانگړې توگه افغان ولس ته دلوى اختر د را رسيدو په مناسبت دزړه له تله مبارکي وايم

پر افغان بې گناه او بې دفاع ولس دڅو کالونو اخترونه په داسې حال کې رادبره کيږي چې ديرغلگرو دوحشتونو او بمباريو له امله يې داخترونو دخوښيو پر ځاى په کورونو کې دغم ټغر غوړيدلى دى

دسږ کال اونورو  کلونو په اوږدو کې په ځانگړى توگه دتيرې ورځې په هرات او لوگر کې چې لوى داختر را رسيدو په درشل کې و امريکايي  ځواکونو زمونږ بې گناه افغانان دقربانۍ له اختره دمخه شهيدان کړل

د دوى غمځپلو کورنيو ته تسليت او ټول افغان ولس ته دقربانۍ کولو او  دلوى اختر  د راتلونکى روڼ سهار پر تمې   مبارکي وايم

دپرديو لښکرو څخه دپاک افغانستان او بشپړې خپلواکۍ او خوشحالۍ داختر پر هيله

الحاج امام الدين ساپى

د ساپي د پښتو څيړنو او پراختيا مرکز بنسټوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *