چهارشنبه , 22 نوومبر 2017
کورپاڼه / لیکنې / سرلیکنه / دامريکا نوې ستراتيژي دټرمپ لومړۍ ناکامي
160927025905_trump_624x351_getty

دامريکا نوې ستراتيژي دټرمپ لومړۍ ناکامي

 

دامريکا موجوده جمهور رئيس ټرمپ چې دجمهوري رياست انتخاباتو کمپاين او وهيلرى سره يې مقابله کوله په هره غونډه کې به يې امريکايي ولس ته دامريا داقتصادي پياوړتيا ډاډ ورکاوه ويل بۀ يې امريا دنورو هېوادونو او پرديو جگړو له لگښتونو ژغورم که ديوه کال بهرنيو جگړو لگښتونه بند کړم په امريکا کې پرې لس کاله پرمختيايي کارونه کيداى شي .

دوه مياشتې دمخه په افغانستان کې دامريکايي  پوځونو قوماندان جنرال نيکولسن له ټرمپه  وغوښتل چې په افغانستان کې مو جگړه وبايلله که نور عسکر افغانستان ته راونه ليږي نږدې ده دروسانو په برخليک او دنړۍ په شرم اخسته شوو .

ټرمپ په ځاى ددې چې دنکولسن غوښتې ته ځواب ووايي او په خپله نوې ستراتيژى له سره غور وکړي نکولسن ته يې  دافغانستان دجگړې په بايللو دهغه دگوښه کولو گواښ وکړ دسنا مجلس ټرمپ اړ کړ چې د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره ځنډول شوي ستراتيژي اعلان کړي .

ټرمپ چې دکمپاين پر مهال ئې له نورو هېوادونو دجگړو څخه دځان ژغورني او په ميلياردونو ډالرو بې ځايه لگښتونو وعدې امريکايي ولس سره کړې وي هغه يې ټول شاته کړي په ويرجينيا کمپ ډيوډ کې يې  خپل مشاورين ، استخبارات او دفاعي چارو مسئولين راوغوښتل ورته يې وويل که خپلې وعدې ( په پرديو هېوادونو کې دجگړې لگښتونه) پوره نه کړم امريکايي ولس ته پاتې راځم دا خو راټول کړو استخباراتو، مشاورينو او نورو دفاعي مسئولينو ورته مشوره ورکړه چې په افغانستان ماتې دټولې امريکا ماتې ده او دخل ولس سره وعدې نه پوره کول يواځې ستا ماتې ده ټرمپ خپل دريځ نرم کړ او دامريکايې ولس په وړاندې يې خپله ماتې ومنله .

اوس ټرمپ په خپله نوې ستراتيژي سره چې دافغانستان او جنوبي اسيا لپاره يې اعلان کړه هغه زړه دبش او اوباما تگلاره ده دمخه هغوي ويل افغانستان کې امريکايې عسکر ددې لپاره ساتو چې افغانستان بيا دترهگرۍ په مرکز بدل نشي ټرمپ هم دهغوي خبره تکراره وي ټرمپ په نوي ستراتيژي کې يادونه کړيده چې په افغانستان کې به دځمکنيو او هوايي عملياتو ټول واک دامريکايي قوماندان سره وي دمخه هم افغان جنرالانو په جنگي عملياتو کې دخبرې کولو واک نه درلود .

د ټرمپ په پاليسۍ کې دبش او اوباما په نسبت دا ټکى زيات شويدي چې په افغانستان کې دهند لاس اوږديدو او رول لوبولو ته زمينه برابره کړه دپاکستان لخوا چې په افغانستان کې دمخه کوم رول لوبيده دافغانانو د ذهنيت په خرابولو يې دپاکستان رول په افغانستان کې کم کړ چې يواځي دپاکستان نه بلکه په دې پاليسۍ سره روسيې هم خپل مخالفت وښود ، ايران په افغانستان کې دټرمپ نوې ستراتيژي يواځي دافغانستان نه بلکه دټولې جنوبي اسيا لپاره تاواني وبلله .

افغانان په ټولو هغو جگړو کې لرغوني تاريخ لري چې يا پرې تپل شويدي او يا پرې کوم بل هېواد يرغل کړيدى همدې ټکى دټرمپ ستراتيژي ځنډولې وه لکه څرنگه چې ټرمپ خپل ولس ته په وعده کې پاتې راغي خپله ماتې يې ومنله دا ډول به په افغانستان په جگړه کې هم په بايللو سره خپله ماتې ومني .

ان شاء الله .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *