جمعه , 22 سپتمبر 2017
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / امريکاغواړي ،چې طالبانو سره خبرې وشي !
hadad_pic(

امريکاغواړي ،چې طالبانو سره خبرې وشي !

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد ))

امريکا ،چې په ٢٠٠١ م کال کښې داکتوبر په اووه مه افغانستان باندې له ځمکې او هوابريد وکړ دادى د ٢٠٠٧ م کال اکتوبر ته يوه مياشت پاتې ده او داجگړه اووم کال ته رسيږي. دغه نا برابره جگړه ،چې پښتنو سره ده بلوڅ هم په يوه توگه دجگړې په حال کښې دي  . بلوڅ له پښتنو اوپښتانه له بلوڅو نه شي بېليداى او داخبره دې څوک په زړه کښې هم نه ساتي .په لرغوني تاريخ کښې کوچ او بلوڅ يادشوي ،چې دوه قومونه او ورونه دې کوشانيان په اصلي تلفظ کوچيانيان دي .او دايوه شرحه لري.

انگليس او امريکا يوه جرړه ده پښتانه بلوڅ هم داسې دي ،چې نن دانگليس او امريکا جگړه له پښتانه بلوڅ سره ده او په دې پوهېدل اړينه ده . پښتون اوبلوڅ يوبل سره مرستې ته اړ دي او کله هم سره بيل نه و ،نه دي .

داخبره به اوس پريږدو ،هغې خبرې ته به  راشو ،چې دورځ اوساعت خبره ده.

داگست دېرشمه ٢٠٠٧ د ١٥٨٦ لمريز کال دوږي دمياشتې اتمه په دغه ورځ په افغانستان دامريکې له خوا دامنيت دانتقال دگډې ادارې مشر جنرال رابرت ډبليو کال  په يوې ټولنې کښې وويل : افغانستان کښې تاوتريخوالى بويه دسياسي خبرو اترو له لارې حل شي.

ده دغه خبرې له هغې دوه ورځې وروسته کولې  ،چې په هېواد کښې ميشتو امريکايي ځواکونو وويل : دکندهار په شاه وليکوټ کښې له طالبانو سره په يوه سخته جگړه کښې ښکيل دي . دا دبي بي سي خبر و ،چې امريکايانو ويلي و، سل طالبان يې وژلي دي . او طالبانو بيا ويلي ،چې شپږ طالبان په شهادت رسيدلي ، دوه ټپيان دي نور يې ملکي وگړي وژلي دا ،چې رښتوني څه پېښ دي په دې څوک نه شي پوهيداى ځکه انگليس اوامريکا ،چې دجرمني او جاپان له جگړوکښې خلاص شول اوجاپان  باندې يې اتومي بمونه وغورځول ،چې تر اوسه يې نښې نښانې پاتې دي ،شپېته کاله وروسته يې دمه جوړه شوه ، بيا راووتل اويوه ناڅرگنده پلمه يې جوړه کړه لومړى يې دناولو افغانانو په مرسته افغانستان باندې بريد وکړ له ځمکې او هواڅخه په تلويزيونونو کښې خلکو وليدل ،چې دکابل ،کندهار ښارونو رڼا وه بريښنا يې درلوده خلک ويده و،B52 الوتکو توپونه ويشتل او بمونه يې غورځول دشمال داتحاد خلکو خوشحالي کوله شمال اتحاد کمونست ازبک مليشه ددوستم تر مشرۍ لاندې کمونست اسلامي اسلامي مليشه دجمعيت اسلامي او نظار شورا  هزاره دوحدت گوند ،او څه دمحمد ظاهر شاه خلک ډېر خوشحال و . ويل يې برادر ديموکراسي آمد آباد وآزاد شديم ان يک لطف خداوندى است . اوس راځئ خداوندى لطف وگورئ دادکفر خبره ده ،چې دامريکې يرغل څوک لطف خدا وند يې وبولې دوى ټولو څښتن تعالى پريښود بش ته يې کتل . نن افغانستان او عراق کښې څه ناورين دى ؟ له هغو تليفوني خبرو،چې خلک يې له افغانستان څخه افغان تلويزيونونو ته کوي . ښکاري خلک وږي تږي دي په ډاگ پراته دي .تر پنځه ويشت زرو خلک نارينه ميرمنې بنديان دي . دروسانو ترمهال ډېر ، دشرم خبره ده دادى لطف خداوندى ،ديموکراسي ،آبادي او نيکمرغي (!)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *