چهارشنبه , 20 فبروري 2019
کورپاڼه / لیکنې / ټولنیزه (page 18)

ټولنیزه

بدګماني او بهتان

احمد جنید مبارز د ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چي رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل : د بدګمانۍ څخه ځانونه وژغورئ ځکه بدګماني ډېر بد درواغ دي، او په پټه د بل چا خبري مه اورئ، او د چا د عیب لټه مه کوئ، جاسوسي او چغلي مه کوئ، د چا سره تنافس یعني د دنیا …

نور...

د لیک نښو د سیستم پېژندنه

همايون نايل هغه بې غږه، منلی شوی، سمبولیک سیستم دی چې په لیک او لوست کې اسانتیا رامنځ ته کوي. د لیک نښو په باب د بهرنیو لیکوالانو تر څنګ، افغان لیکوالانو هم خورا زیار ایستلی دی، تر دې چې په پښتو ژبه کې یې د یو سیستم په بڼه د لیک نښو سمبولونه ټاکلي دي. په پېژند کې مو …

نور...

درحمة للعالمين مبارک ميلاد

س ، سيرت دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم دمبارک ميلاد په اړه هر کال  علماء کرام په خپلو غونډو او ويناوو  کې اسلام امت ته دهغه دمبارک ژوند دکړنلارې مثالونه ورکوي څو مسلمانان دنبوي اخلاقو په خپلولو سره دخپل ژوند حال او راتلونکى روښانه کړي داسلامي تاريخپوهانو پر څيړنو دنبي کريم صلى الله عليه وسلم مبارک ميلاد داسلامي تاريخ …

نور...

هغه خلافت(!)چې اولسونه ترې هجرت کوي

مؤمن خېل دا څووم ځل دی چې د ننګرهار خلک د داعشي خلافت له ډاره په جمعي هجرت او کور پريښودلو اړ کیږي، له دې وړاندې د مامند، هسکې مینې اوکوټ ولسوالیو عام مسلمانان د داعش له ویرې د خپل کور او اهل و عیال پریښودلو ته اړ شوي وو. څو ورځې وړاندې چې داعشیان د ننګرهار د خوګياڼو ګڼ …

نور...

د نړۍ مشهور حکومتي سیستمونه کوم دي؟

سعید زرمتی پر ځمکه باندې د انسان یو له سترو مسؤلیتونو څخه د عادلانه نظام یا خلافت جوړول دي. له عقلي نقطه نظره هم انسانان دې ته اړ دي چې د خپل اجتماعي ژوند د تنظیم، بهبود او خپلو اساسي حقوقو د ساتنې لپاره سیاسي مرجعیت او حاکمیت ولري. له همدې امله خو انسانانو پر ځمکه د ژوند له پیل …

نور...

د استاد ارواښاد پوهاند صدیق الله رښتین بابا ۱۸ تلین

ډاکټرلطيف ياد   د۲۰۱۷ زیږدیز کال دنوامبر دمیاشتې اووه ویشتمه نېټه د پښتو دسترلیکوال، مورخ او ګرامرپوه لوی استاد ارواښاد پوهاند صدیق الله رښتین بابا ۱۸ تلین و.رښتین باباچې دپښتو په پنځو ادبي ستورو کې یو نامتو او وتلی ستوری و په خپل ویاړلي ژوند کې پښتو ادب ته دقدر او ستاینې وړ خدمتونه کړي دي ،دی پوره لس کاله …

نور...

د سعودي عزم او اسلامي هېوادونو ته د ډاډ زيرى

س ، سيرت دافغانستان دمخه لومړى په اسلامي هېوادونو کې دفلسطين مسئله وه چې د اسرائيلو دزور ظلم او وحشت سره مخ ؤ له هغې وروسته په خليج کې دعراق او ايران جگړو ، په اسيا کې پر افغانستان دروسانو يرغل او هم دچيچنيا جگړو اسلامي هېوادونو کې مسلمانان دسختو ستونزو سره مخ کړل . که هغه وخت سعودي عربستان …

نور...

يوه خوله او دوه ژبې

ارواښاد عبدالروف قتيل خوږياڼى هغه وخت ،چې پروفيسر برهان الدين رباني دفرخار په سمڅو او دبهاؤالدين په کلا کښې دطالبانو له وېرې شپې سباکولې او دطالبانو مخامخ جگړې ته نه شو ټينگيدلى ؛ دتاجکستان په کلاب کښې يې دسرگردانۍ شپې سباکولې او ورسره جوخت دامريکې په نيويارک کښې له يهودي تجارتخانو سره الوتکې وجنگيدلې او زيات شمېر امريکايان په کښې …

نور...

په پښتو اشعارو کې د منصور یادونه

ډاکټر لطیف یاد یو خونه دی ټول جهان منصور منصور دی وخت به کوم یو منصور وخيژوي دار ته منصور د پښتو، فارسي، اردو، هندي، ترکي او عربي ژبې د شاعرانو په شعرونو کې ډیر یاد شوی دی. دی یو صوفی و چې اصلی نوم یې حسین و، پلار یې منصور حلاج نومید او دی هم د خپل پلار منصورد نامه …

نور...

پلار هم چې پلار وي؟

ګرانو او قدرمنو لوستونکو السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! ډېر خوښحاله یم چې الحمدالله یو ځل بیا د ستاسې په خدمت کي حاضرېږم. زه غواړم چې د دغه پورتني عنوان په هکله یوه خبره درسره شریکه کړم. یو څو کاله مخکې ما دلته د انګلستان په یوه ښار کې چې سوتهمپتن نومېږي، د ثواب په خاطر د افغانانو …

نور...