شنبه , 20 اپریل 2019
کورپاڼه / سلايډ

سلايډ

د افغانستان د مخابراتو پر وزارت برید شوی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت ويلي دي کابل کې د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت باندې برید شوی. دنصرت پر خبره ، بریدګر له چاودنې وروسته د مخابراتو وزارت انګړ ته دننه شوي.خو په سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو عملیات روان دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت وايي ، بریدګرو د مخابراتو وزارت ته څېرمه له …

نور...

په جلال اباد کې د جگړې پر خلاف لاريون کيږي

جلال اباد ښار کې د ولسي حرکت غړي جگړې پر خلاف لاریون کوي، ویل کېږي دغه لاریون به د جلال اباد ښار اړوند تالاشۍ او مخابراتو په څلور لارې کې ترسره شي؛ څو ورځې وړاندې د سولې ولسي حرکت غړیو د هېواد په لسو ولایتونو کې دجگړې پر خلاف لاريونونه کړي دي

نور...

عمران خان په افغانستان کې شوکت خانم روغتون د جوړولو ژمنه وکړه

د پاکستان صدراعظم عمران خان د اورکزو په قبائیلي سیمه کې یوې غونډې ته وويل ، چې په افغانستان کې به شوکت خانم پر نوم د سر طان د ناروغۍ د درملنې يو رو غتون جوړ کړي دا خبرې عمران خان په پېښور کې خپل روغتون ته چې د سرطان ناروغیو د درملنې لپاره یې د خپلې مور “شوکت خانم” …

نور...

روسیه : داعش افغانستان ته ليږدول شوي

د روسیې د دفاع وزیر سرګي شایګو ویلي، چې د داعش ډلې جنګیالي په سوریه کې له ماتې وروسته لیبیا او افغانستان ته د تګ په حال کې دي او په یوه بل ګواښ بدلیږي. نوموړي ویلي، روسیې او مرکزي اسیا هیوادونو ته د دې ډلې د جنګیالیو د ورتګ د مخنیوي لپاره باید په تاجکستان کې د۲۰۱ پوځي اډه …

نور...

خاشقجي د وژلو په اړه ٢ جاسوسان نيول شوي

ترکي چاراوکو ويلي، د عربي متحده اماراتو دوه جاسوسان یې د وژل شوي سعودي خبریال جمال خاشقجي د وژلو په قضیه کې د ښکېلتیا په تور نیولي چې اوس پوښتنې ګروېږنې ترې روانې دي. نیول شویو مشکوکو کسانو منلې ده چې د خپل هېواد په ګټه یې جاسوسي کوله. یوه ترکي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، هېواد یې د …

نور...

واشنګټن ایکزماینر: افغانستان کې د امریکايي ځواکونوشتون ته اړتیا نشته

واشنګټن ایکزماینر نشریه په خپله یوه اوږده مقاله کې په افغانستان کې وروستیو جګړو او د امریکایي ځواکونو حضور ته کتنه کړې ده. په دغه لیکنه کې راځي امریکا هغه کسان د خپل ملي امنیت لپاره خطر بولي چې د افغانستان په غرونو او رغونو جګړه کوي او تر ډېره دغه جګړه خپلمنځي ده. د سرچینې په وینا دا د …

نور...

طالبانو د قطر دغونډې د ځنډيدو په اړه غبرگون ښکاره کړى

طالبانو د قطر د بين الافغاني غونډې د ځنډيدو په اړه خپل رسمي غبرگون ښکاره کړى چې د موضوع د ارزښت له مخې يې کټ مټ خپروو د قطر غونډې د ځنډیدو په اړه د اسلامي امارت د ویاند وضاحت د روانې اپریل میاشتې په شلم او یوشتم تاریخ په دوحه کې د بین الافغاني کانفرانس اهتمام شوی و چې …

نور...

د پښتوادب سرخيل عبدالحميد بابا

ليک س، سيرت دپښتو ادب شاعران که څه هم دپښتنو دښمنانو تر خپله وسه کوښښ کړى چې پښتانه دنورو سياليو ترڅنګ په ادب کې هم دنورو ملتونو سره په ادبي او هنري ډګر کې سيالان نه شي خو ديو شمير پښتنو ادبي شخصيتونو د لوړو حوصلو او پښتنې عزت له امله پښتو دنورو ژبو سره سياله شويده چې تر نن …

نور...

په سوله او سپېڅلتيا کې ژوند کول

ارواښادقدرت الله حداد (فرهاد) دهيرودت په تاريخ کې راغلي کوروش ما ساګيت ته راغى چې دسکايانو يوه څانګه ده او په شمال کې دآمو پر غاړو اوسيدل . ملکې توموروس کوروش ته دغه لاندې پيغام وليږه . اى د ماديانو پادشاه ! تاته نصيحت کوم چې له دې چارو لاس واخله ستا دغه چارې ښه پايناب نه لري او دخپل …

نور...

په پکتيا کې چاودنه شوې

د پکتیا مرکز ګردېز اړوند په ابراهیم خېلو سیمه کې د یو کور ترڅنګ د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې له امله د یوې کورنۍ دوه تنه وژل شوي او پینځه نور ټپیان دي. د پکتیا د امنیه قومندانۍ ویاند سردار ولي تبسم وايي، چې په ټپیانو کې ماشومان او یوه مېرمن هم شامله ده.

نور...