یکشنبه , 22 جولای 2018
کورپاڼه / خبرونه (page 74)

خبرونه

ملگري ملتونه د روهینگیایي کډوالو لپاره مرسته غواړي

د ملگرو ملتونو يوه  سمبالوونکي میا سیپو ويلي دي چې  کابو  یو میلیارد ډالر د هغو روهينگيایي کډوالو د بشري مرستو له پاره په کار دي چې په میانمار کې له تاوتریخوالي تښتېدلي دي. په بنگله دېش کې دملگرو ملتونو  ځایي سمبالوونکي میا سیپو زياتوي چې په دې اړه به یوه غوښتنه بله اوونۍ په جینیوا کې په رسمي ډول وړاندې …

نور...

طالبانو په اندونیزیا کې د علماؤ د غونډې په اړه غبرگون څرگند کړ

طالبانو په يوه ځانگړي پيغام کې چې پرپښتو ،دري ،عربي اوانگليسي ژبو رسنيوته ليږل شوى په اندونيزيا کې د ديني پوهانو کيدونکي غونډې په اړه  خپل دريځ څرگند کړى چې د موضوع د ارزښتمنتيا له يې پښتو يې کټ مټ خپروو   په اندونیزیا کې د علماؤو په عنوان د احتمالي جوړیدونکې غونډې په تړاو د اسلامۍ نړۍ علماء کرامو …

نور...

ایران بیا د ښځو د حقوقو غوښتونکي زنداني کړي

د نورې نړۍ په څیر په ایران کې هم اتم مارچ د ښځو نړیواله ورځ د یوشمیر ایرانیانو لخوا ونمانځل شوه خوهغه کسانوچې په دې ورځ ېې د ښځو د حقوقو لپاره شعارونه ورکول دایراني پولیسو لخوا له نیولو وروسته زندان ته استول شویدي. له ایرانه په ورکړل شوو راپورونو کې ویل شویدي چې په نیولو شوو کسانو کې ایراني …

نور...

طالبانو  په غزني کې ۷ پوليس وژلي  

طالب وياند ذبيح الله مجاهد په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي چې طالبانو  د غزني ولایت مرکز اړوند آرزو سیمه کې د پوليسو پر پوسته  ورغلل لومړي يې پوليسو ته د تسليمۍ خبره وکړه خو پوليسو بريد پيل کړى د نښتې پرمهال پوسته طالبانو ونيوله  چې له امله يې ٧ پوليس ووژل شول  دوياند پر خبره درى  طالبان هم ټپيان …

نور...

داعش په جوزجان کې خپله محکمه جوړه کړه

له یوه کال راهیسې په جوزجان کې د داعش د زیاتوالي او هلته په درزآب ولسوالي کې د نظامي مرکزونواو روزنځایونو راپورونه ورکول کیږي چې دفاع وزارت پرې ځان کوڼ کړیدی. د جوزجان ځايي اوسیدونکو رسنیوته ویلي دی چې داعش په درزاب ولسوالۍ کې خپله محکمه جوړه کړې او ولسي وګړي دخپلوقضیو دحل لپاره د داعش محکمې ته ورځې . …

نور...

الیس ویلز: که طالبان یوموټې وي سوله دی وکړي

امریکا یی لوړپوړې چارواکې په افغانستان کې د جګړې له بایللو وروسته پر طالبانو غږ کړیدی چې که یو موټی وي دافغان حکومت سره دې دسولې په اړه د مذاکراتو وړاندیز ومني. د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز دامریکا د نړیوالې سولې د تحقیقاتو مرکزکې په خپله ویناکې ویلي …

نور...

کډواله مجله چاپ او خپره شوه

دکډوالې ټولنې پرنوښت دنوموړې مجلې ددويم کال دويمه او پرله پسې دريمه گڼه خپره شوى چې په کې د يني  ليکنوسره سره  د افغان کډوالو او په ځانگړي ډول ښځينه کډوالو په اړه  ځانگړې شننې  ، خپرې شوى دي د مجلې مشره مستوره ستانکزۍ ده

نور...

پاکستان د غلام خان بندر لاره پرانيستله

په شمالي وزيرستان کې د پاکستان پولیټیکل ایجنټ کامران اپرېدي  رسنيو ته ویلي دي  چې افغانستان ته تلونکې د غلام خان بندر لار یې په ازمویښتي توگه  پرانیستل شوى پردغه لاره نن د جمعې پر  ورځ د مارچ پر نهمه نېټه شاوخوا ۹ سوداگريز موټر  افغانستان ته  له سوداگريز مالونوسره واوښتل  د وزیرستان سوداگرو  دپاکستان دغه  پرېکړه ستایلې ده

نور...

په کابل کې بريد شوى

د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي ويلي  دکابل د ښار د شپږمې امنيتي حوزې اړوند د دشت برچي په سيمه کې د الزهرا جومات ته څېرمه بريد شوی دی. چې له امله  يې ۷ کسان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي. خو د عامې روغتيا وزارت وياند وحيد مجروح  پر خبره ، د پېښې له ځايه ۳ …

نور...

په تخار کې ١٧ سرتيري وژل شوي دي

دتخار امنيه قومندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير، ويلي دي چې تېره شپه کابو اته بجې طالبانو د خواجه غار د پل مومن سيمې د ملي اردو پر يوې پوستې بريدونه کړي چې د سرتېرو له مقاومت سره مخامخ شوي دي. د عبدالخليل اسير  پرخبره  له گورتيپې څخه سيمه ييز پوليس د يادو سرتېرو ملاتړ ته  پرلاره  وو، چې د پل مومن او …

نور...