شنبه , 15 دسمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه (page 4)

خبرونه

 عمرداودزی د سولې عالي شورا د دارالانشا مشر ټاکل شوى

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر او په پاکستان کې پخوانى افغان  سفير  عمرداودزی د سولې عالي شورا د دارالانشا مشر او په سیمه ییزو چارو کې د سولې اجماع لپاره د اشرف غني ځانګړی استازی ټاکل شوی دی. داودزي تر دې پخوا د کورنیو چارو د وزارت او په پاکستان کې د افغان سفیر دندې ترسره کړي. ښاغلي …

نور...

فرانسې ټرمپ په خپلو سياسي چارو کې پر لاس وهنې تورن کړ

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لو دریان د امریکا له ولسمشر  ټرمپ څخه غوښتي چې د دغه هېواد سیاسي مسلو کې لاسوهنه ونه کړي. د بهرنیو چارو وزیر ژان  وویل، پاریس د واشنګټن کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او تمه لري چې سپینه ماڼۍ هم دا ډول سیاست خپل کړي. د فرانسې په کورنيو چارو کې …

نور...

طالبانو په ميدان وردگو، پروان او ځينو نورو ولايتونو کې عمليات کړي

طالب وياند ذبيح الله مجاهد په يوې خبر پاڼې کې ويلي دي چې طالبانو  د میدان وردګو ولایت سیداباد ولسوالۍ بدهکه سیمه کې  ددولت په یوه قرارګاه باندې  بريد کړى چې له امله يې ١١ سرتيري وژل شوي ٩ يې ژوندي نيولي او  قرارګاه  طالبانو نيولې ده طالب وياند ذبيح الله مجاهد په خبر پاڼه کې ويل شوي د پروان ولایت …

نور...

روسيې د افغان سولې په اړه؛د ملګرو ملتونو پرېکړه ليک ته رايه نه ده ورکړې

په نيويارک کې د ملګرو ملتونو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د تېرې پنجشنبې په ورځ په دغه سازمان کې د افغانستان په اړه کلنۍ ځانګړې غونډه جوړه شوې وه چې د غونډې ګډونوالو له افغانستان سره خپل دوامداره ملاتړ ، د ترهګرۍ او نشه يي توکو پر وړاندې د افغان حکومت له مبارزې ملاتړ وکړ. …

نور...

ايران:امريکا داعش افغانستان ته لیږدوي

د ایران د پارلمان رییس علي لاریجاني پر امريکا تورر پورې کړی چې په افغانستان کې د داعش ډلې ملاتړ کوي او د اسیا بې ثباته کولو په هڅه کې ده علي لاریجاني دا خبرې يوې غونډې ته  د خبرو پر مهال وکړې او زياته يې کړه  چې امریکا هڅه کوي د منځنۍ اسیا بې ثباته کولو په موخه د …

نور...

په هرات کې پر ملکي وگړو چاودنه شوې

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ویلي  چې نن سهار د هرات ګذرې ولسوالۍ کې پر یو شخصي سراچه موټر د ماین چاودنه شوې چې  له امله يې د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي    

نور...

زلمي خلیلزاد روسي چارواکو سره ليدلي  

د افغانستان د سولې د پروسې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد  په مسکو کې له روسي چارواکو سره ليدلي دي تاس خبري اژانس د روسيې د بهرنیو چارو د وزارت او په مسکو کې د امریکا د سفارت په حواله ویلي دي چې خلیلزاد او د روسيي د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال …

نور...

دامريکا د بهرنیو چارو د وزارت ویانده په ملګرو ملتونو کې دامريکا استازې ټاکل شوې

ولسمشر ټرمپ  د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویانده هدر ناوئرټ په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو استازې وټاکله. ډونالد ټرمپ دا خبره پرون له واشنګټن څخه  کنساس ښار ته له روانېدو مخکې وکړه ۴۸ کلنه هدر ناوئرټ به چې د ای بي سي او فاکس نیوز ټلویزیوني شبکو خبریاله پاتې شوې ده، په ملګرو ملتونو کې د نیکي …

نور...

عمران خان: په پاکستان کې د طالبانو پټنځايونه نشته

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان ويلي دي  له امریکا سره د برابرۍ پر بنسټ اړيکې غواړي هغه اړيکي غواړي چې د پاکستان په گټه وي نور به پاکستان د کرايي ټوپک نه شي د پیسو بدل کې یې د بل لپاره وکارول شي . او په پاکستان کې د طالبانو پټنځايونه نشته دا خبرې عمران خان د امریکا له واشنګټن پوسټ …

نور...

ملي سوداګر خداى نظر په کابل کې وژل شوى

د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال خانجان الکوزي ويلي دي ملي سوداګر خداى نظر تېره شپه په خپل کور کابل کې د ناپېژاندو کسانو له خوا وژل شوى دى. خانجان الکوزي پر خبره ده  خداى نظر تېره شپه د کابل ښار په شش درک کې په خپل کور کې د نامعلومو کسانو له خوا په چړو باندې وژل شوى دى. …

نور...