شنبه , 16 دسمبر 2017
کورپاڼه / خبرونه (page 30)

خبرونه

د ننگرهارد سپين غر ولسوالي رسمي شوه         

ولسوالی-های_ننگرهار

ډاکټراشرف غني  د ملي  امنيت شورا په غونډه کې د ننگرهار ولايت د سپين غر ولسوالي تاييد او رسمي کړه  دسپين غر په نوم د اولسوالي  د طالبانو څخه مخکې په ننگرهارکې  رامنځته شوې وه خو دکورنيو چارو  وزار ت سره رسمي نه وه او نه يې تاييد کاوه اوس دا ولسوالي رسما د دولت په رسمياتو کې ورننوته

نور...

د عطانور پروياند بريدشوى    

mmmmmmmmmmmmmmmmmmmmmmmmmmmmmmmmmmmmmm

ناڅرگندو وسله والو د بلخ د والي عطانور پر وياند منيراحمدفرهاد  سهار مهال  د مزار شريف د پوليسو د څلورمې حوزې په مربوطاتو کې کور ته نږدې د موټر سايکل سپرو  لخوا بريد شوى   منير  ټپي دی چې د درملنې په موخه  روغتون ته ليږدول شوى  نوموړى په لاس ، خپه  او بدن  لگيدلى دى.

نور...

ټرمپ  دايران په اړه نوى سټراتيژي اعلانوي

160927025905_trump_624x351_getty

سپينه ماڼې وايي چې ټرمپ به ډيرژر دايران په اړه خپله سټراتيژي څرگنده کړي دسپينې ماڼې وياند سارا سندرز ويلي دي چې په  روانه اوونۍ  کې کيداى شي دايران په اړه  سټراتيژي اعلان شي دايران او امريکاترمنځه پر اټومي وسلو جنجال دى

نور...

په پکتيکا کې يوقومي مشر ملک نظرگل وژل شوى

n00047760-b

ناڅرگندو وسله والو د پکتيکاولايت يوقومي مشر ملک نظرگل وژلى دى د پکتيکا د والي وياند محمد الرحمن اياز  د ملک نظر وژل کېدل تاييد کړل دولتي چارواکي وايي چې نوموړى طالبانو وژلى خو طالبانولاپه دې اړه څه نه دي ويلي

نور...

په سويډن کې يوافغان ډيپلومات پښتنو ته کنځلي کړي

asf-24-612x330

په سويډن کې يوافغان ډيپلومات ( حامد حامي ) پښتنو ته کنځلي کړي ويلي يې  دي چې (پښتو چا ملي ژبه کړه، پښتو او پښتانه خو ټول پاکستانيان دي، دري ژبې د افغانستان اصلي اوسېدونکي دي» تاسو- پښتانه- د افغانستان اتباع نه ياست… پښتو څنگه ملي ژبه شوه…… پر ما د هېچا زور نه رسي هېڅوک ما له دندې نشي …

نور...

په لغمان کې طالبانو د دوو قومونو روغه وکړه

untitleddfdfdffdfdfdfdfd

طالبانو په لغمان کې ١٧ کلنه دوښمني پر دوستۍ بدله کړى دلغمان ولايت مرکز مهترلام اړوند کرنج سيمه کې ددو قومونو ترمنځه دوښمني وه چې د سيمي د ديني علمانواوسپين ږو په هلو ځلو يې ترمنځه سوله رامنځته شوه د تربگنۍ  له امله ددواړو خوا څخه گڼ شمير کسان وژل شوي او ټپيان شوى دي دواړه خواوې پردې سوله خوښ …

نور...

په اسلام اباد کې قبايلي مشرانو لاريون کړى

30103797-3012-40A4-89B3-9952AE3DDC47_w1023_r1_s

دسراج الحق پرمشرۍ جماعت اسلامي ،د اسفندريارولي خان پرمشرۍ عوامي نيشنل گوند او د قباييلي سيمو ځينې مشرانوپه اسلام اباد کې لاريون کړى موخه يې قبايلي سيمې له خېبرپښتونخوا سره يوځاى کېدل دي چې سيالۍ کې دمولانافضل الرحمان پرمشرۍ جمعيت العلما اسلام او د محمود خان اچکزي پرمشرۍ پښتونخوا ملي عوامي گوند بيا د پورتنيو گوندو پرخلاف له قبايلي سيمو …

نور...

امريکا او ترکيه د يوبل هېوادونو اتباعو ته ويزې نه ورکوي

_98231101_14db8927-6111-45c7-9049-b8b09c4cae12

امريکااوترکيې ديوبل هېوادونو اتباعو ته ويزو ورکړه ترناڅرگندې مودې  ځنډولي ده لومړى په انقره کې د امريکا سفارت  ويلي دي چې د ترکيې اتباعو ته  وزيزې يې ځنډولي خو اوس په واشنگټن کې د ترکيې سفارت هم   ورته خبره کړې چې د امريکا اتباعو ته به  وزيزې نه ورکوي دامريکا او ترکيې ترمنځ سياسي کړکيچ ډير شوى

نور...

د نوازشريف  زوم کپټن صفدر نيول شوى

safdar1111111111111111111111111

په اسلام اباد کې دپاکستان د پخواني لومړي وزير نوازشريف  زوم کپټن صفدر نيول شوى خو اوس يې محکمې (نيب) د پرېښودو ضمانت هم  منلى ، لارښوونه ورته شوى چې کله هم کوم  بهرني هېواد ته ځي نو له محکمې به اجازه اخلي

نور...

دسعودي دحفرالوطن محکمې مخکې بريد شوى

نقشه عربستان

دسعودي دحفرالوطن دښار دمحکمې مخکې ته يو وسله والو د بنديانو د ليږدپرمهال پر خلکوډزې کړىچې له امله يې ١٠ کسان ټپيان شوي دي د خبرله مخې پوليسو بريد گرنيولي دي اوپلټنې ترې روانې دي

نور...