چهارشنبه , 20 فبروري 2019
کورپاڼه / خبرونه (page 3)

خبرونه

ناټو نن دافغانستان په اړه غونډه کوي

نن پنجشنبه د ناټو د ۲۹ غړو هېوادونو ددفاع وزیران د افغانستان دکړکيچ  په اړه خبرې کوي.  په دغه غونډه کې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت هم تر بحث لاندې نیسي. ناټو داسې مهال د افغانستان په اړه غونډه کوي چې د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استاز دغه سازمان ته ورغلی …

نور...

د ایران سیستان بلوچستان کې بريد شوى

د ایران سیستان بلوچستان ایالت کې دايران  د سپاه پاسداران امنیتي ځواک پر پوله ساتو سرتېرو ځانمرګی برید شوی چې له امله يې ٢٧ امينتي سرتيري وژل شوي دي او ٢٠ تنه يې ټپيان دي د سپاه پاسداران امنیتي ځواک  قدس څانګې په یوه اعلامیه کې ویلي، برید کې له باروتو ډک یو ګاډی له هغه بس سره ټکر شوی، …

نور...

طالبان په اسلام اباد کې له عمران خان سره گوري

طالب وياند ذبيح الله مجاهد  په يوې خبر پاڼې کې ويلي دي چې د طالبانو پلاوي په اسلام اباد کې د فبرورۍ پر ١٨ د امريکا له پلاوي او د پاکستان له  د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره هم وګوري په دې کتنه کې په د پاکستان له لوري سره د افغانستان او پاکستان په تعلقاتو، په پاکستان کې د …

نور...

محمود قریشي :افغان سوله دټولې سیمې په ګټه ده

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې پاکستان به د سیمې له هېوادونو سره په ګډه له افغان سولې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي. هغه د افغانستان سوله د خپل هېواد او ټولې سیمې په ګټه بللې او زیاته کړې یې ده چې هېواد یې له دې پروسې ملاتړ یو ګډ مسوولیت بولي او په دې …

نور...

صبغت الله مجددي جنازې مراسم په ارګ کې ترسره شول

د پخواني ولسمشر حضرت صبغت الله مجددي د جنازې  رسمي مراسم په ارګ کې ادا او بيايې د جنازې لمونځ د کابل په غازي سټېډيم کې  وشو چې په کې گټو خلکو برخه واخيسته نن  په ټول افغانستان کې عمومي رخصت  دى حضرت صبغت الله مجددي  پرون د ٩٣ کالو په عمر مړ شوى وو

نور...

کای بیلي هاټسن: د افغانستان جګړه پر خبرو د حل وړ ده

په ناټو کې د امریکا استازې کای بیلي هاټسن له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د ناټو ټول غړي او متحدین په دې باور دي، چې په افغانستان کې روانه جګړه د مذاکراتو پر مټ د حل وړ ده او له نظامي لارو هېڅ لوری بري ته نه شي رسېدلی. د نوموړې په خبره ټولو اړخونو په یوه خوله …

نور...

په تخارکې د دولتي ځواکوانو اوطالبانو ترمنځ جګړه روانه ده

دراپورونوپه اساس د تېرې ورځې راهیسې د تخار ولایت په دشت قلعه کې د دولتي ځواکونو او طالب وسله والوترمنځ سخته جګړه روانه ده چې د دواړو خواؤ ترمنځ د سپکو اودرنووسلوپه استعمال سره دسیمې خلک د کورنوبریښودوته اړ شویدي. د تخار ولایت امنیتی ځواکونو په دشت قلعه کې د وسله والو طالبانوپرخلاف عملیات پېل کړي چې د طالبانو لخوا …

نور...

چين : د تورخم ټرانزیټي سيمه عصري کوو

په کابل کې د چین سفارت ويلي دي  په پام کې لري، د تورخم سوداګیزه او ټرانزیټي سيمه په عصري او پرمختلي شکل جوړه کړي. سرچینې ویلي له دغه کار یې موخه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او اسانتیا برابرول دي. د چین سفارت زیاته کړې، چې په دغه سیمه کې به د تګ راتګ او …

نور...

اشرف غني د ټاکنيزو کميسيونو رييسان او غړي ګوښه کړي

د ولسمشرغني د تازه فرمان له مخې د ټاکنيزو کميسيونو رييسان او غړي له دندو ګوښه شوي دي، په فرمان کې راغلي چې د کميسيونونو د دارلانشاه رييسانو ته دنده سپارل کيږي ،چې په لنډمهاله  توګه د نويو کميشنرانو تر ټاکل کيدو پورې د کميسيونونو د چارو سرپرستي وکړي. له بله خوا  د ټاکنیزو شکایتونو او ټاکنو خپلواک کمیسیون غړو …

نور...

په ترکیه کې چورلکه نسکوره شوې

ترکي چارواکي وایي چې د ترکیې یوه پوځي چورلکه د استانبول ښار په څنډو کې د بېړنۍ ناستې پر مهال را غورځېدلې ده چې له امله یې څلور سرتېري وژل شوي دي. د استانبول والي علي یرلیکایا پر خپل ټوېټر لیکلي چې دغه چورلکه د فبرورۍ په یولسمه د استابول په اسیایي برخه کې د استوګنیزو اپارتمانونو ودانیو ترمنځ لوېدلې …

نور...