یکشنبه , 22 جولای 2018
کورپاڼه / خبرونه (page 130)

خبرونه

د کابل او تاشکند پروازونه پیل شول

د افغانستان د کام اير هوايي شرکت يوه مسافر وړونکې جټ الوتکه د تاشکند پر نړيوال هوايي ډګر کېناسته ویل شوي، دا لومړی ځل دى چې له کابل څخه د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته يوه مستقيمه تجارتي الوتنه کېږي. د ازبکستان حکومت تر دې مخکې ويلي وو، د کابل او تاشکند ترمنځ د مستقيمو پروازونو د پيل په اړه خبرې …

نور...

عبداللطيف مراد د کاپيسا د والي په توګه ټاکل شوى

اشرف غني  د يوه حکم له مخې عبداللطيف مراد د کاپيسا د نوي والي په توګه ټاکلى دى. د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په وړانديز او د ولسمشرۍ د عالي مقام په منظورۍ عبداللطيف مراد په مافوق الرتبه بست کې د کاپيسا د والي …

نور...

دکابل په پلچرخي  زندان کې ٥ کسان اعدام شوى

دکابل په پلچرخي زندان کې د هرات د ولايتي شورا د پخواني غړي عسکر انوري په گډون ٥ کسان د انسان تښتوونې پر جرم اعدام شوي دا پېښه نن سهار په نوموړي زندان کې ترسره شوى داعدام حکم د دريو محکمواو د ولسمشر له توشيح وروسته پلى شوى

نور...

دولت په لغمان  کې عمليات کړي

افغان ځانگړيو ځواکونو د لغمان ولايت د الينګار ولسوالۍ اړوند د سنگره درې د شغالانو، مندوزيو او شا و خوا کليو کې عمليات کړي چې له امله يې  يوقومان په گډون يې ٤ مخالفين وژلي دي هوايي په عملياتو کې له هوايي بريد څخه هم کار اخستل شوى

نور...

په کندهار کې دملکي خلکو پر موټر چاودنه شوې

د کندهار د پوليسو مرستيال وياند مطيع الله هلال ويلي دي د کندهار د ارغستان او معروف ولسواليو ترمنځ د “وام درې” په سیمه کي د عامو خلکو پر يوه بايفور ډوله موټر چاودنه شوې ده  چې له امله يې   څلور نارینه، درې ښځي او یو کوچنی ماشوم مړه شوى دي  د نوموړي په خبره، موټر له ارغستان څخه معروف …

نور...

په خوږياڼو کې يو ديني عالم وژل شوى

دننگرهار ولايتي چارواکي وايي ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ کوز بهار سيمه کې تېره شپه وسله والويو ملا امام وژلى دى د معلوماتو له مخې تېره شپه د ماسخوتن لمانځه پر مهال وسله وال د شيخ قمبر بابا جامع جومات ته ننوتلي او د قاري جميل په نوم ملا امام يې وواژه قاري جميل حکومت او يا کومې ډلې سره تړاو …

نور...

پښتون ټولنيز شخصيت عالم زيب خان مړ شوى

پښتون ټولنيز شخصيت دپاک افغان د خلکو د ټولنې (پاک افغان پيپلزفورم) مشر عالم زيب خان مړ شوى نوموړى په خپل کورکې له لوړځايه راپريوتې وه چې څه موده په روغتون کې تر درملنې لاندې وه چې په روغتون کې ومړ نوموړي کوښښ  کاوه چې د پاکستان او افغانستان دحکومتونو د تاو تريخوالي سره سره  پښتون  قوم تگ راتگ ډير وي …

نور...

طالبان : په هلمند کې امریکايي عسکرو د خلکو بازار چورکړى  

طالب وياند قاري محمد یوسف احمدي  په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي  چې  تېره شپه امریکايي عسکرو د خپلو ۶ غټو چورلکو او ګڼو نورو الوتکو په مټ د هلمند ولایت موسی قلا ولسوالۍ په هغه بازار چاپه ووهله چې د دریو ولسوالۍ خلکو په مشترکه جوړ کړی وو او د ښايسته بازار په نامه یادیده. له دغه بازار څخه …

نور...

طالبانو دفارياب  د بلچراغ  د( نيشر) سيمه نيولې

دپژواک د خبر له مخې طالبانو دفارياب  ولايت د بلچراغ ولسوالۍ د (نيشر) ستراتيژيکه سيمه نيولې او د يوه قوماندان په گډون يې د ولسي پاڅون په نوم ځواکونو درې کسان وژلي او څلور نور يې اسير کړي دي. د بلچراغ ولسوالۍ د ولسي پاڅون ځواکونو قوماندان غفور پهلوان  ويلي  چې د نيشر سيمې د  چرمگري پر پوستې  طالبانو بريد …

نور...

په لوگر کې بريد شوى

په لوگر کې بريد شوى چې له امله يې ١١ ملکي وگړي ټپيان دي د لوگر د والي وياند سليم صالح ويلي دي ، بريدگر نن سهار شاوخوا لس بجې، د پل عالم ښار د بره کي برک اډې ته څېرمه ځان ته چاودنه ور کړې ده موخه يې د دغه ولايت د امنیت امر په نښه کول و چې …

نور...