شنبه , 22 سپتمبر 2018
کورپاڼه / SCPRD (page 5)

SCPRD

په پرمختلـلې امریکا کې د «اَمیش» زړه ټـولنه

ډاکتر رحمت ربی ځـیرکیار پـه  ۱۵۱۷م  کې جرمن  مـولوي مارتین  لوتر د کاتولیک کلیسا  په  مقابل کې اعـتـراضي پـرېکـړې راووېـستلې او د «اعـتراضي اصلاحاتـو» په نوم نوې مذهـب (پروټېسټانـټیزم)رامېنځته شـو. د دغه نوي عیسوي مذهب یوه څانګه په سویس کې «اَنابپتیست» نومېدله. د دغې ډلې پلویانو نه غوښتل چې د عـیسوي کېدنې لپاره دې ماشوم ولـمبـول شي یا دې پـرې اوبــه …

نور...

په څو ولایتونو کې د ټاکنو کمیسیون دفترونه تړل شوي

د افغانستان لوی ملي ایتلاف په کندهار کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ولایتي دفتر تړلی دی.ددغه ایتلاف غړي وايي چې دوی د ټاکنو پر شفافیت ډاډه نه دي، نو ځکه یې دغه دفتر د اعتراض په توګه تړلی دی. د لوی ملي ایتلاف غړو ویلي حکومت شفافو ټاکنو ته ژمن نه دی، سر له اوسه ددغه کمیسیون په چارو کې …

نور...

طالبانو په زابل کې پر پوستو بريدونه کړي

د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال ويلي چې طالبانو  تېره شپه لسګونو  په نوبهار ولسوالۍ کې د پوليسو پر درېيو پوستو بريدونه کړي چې له امله يې  اته پوليس ووژل شول او درې نور ټپيان دي. سيال زياتوي  چې وروسته سيمې ته تازه امنيتي ځواکونه رسېدلي او   طالبان يې شا تګ ته اړ کړي دي. نوموړي د پوليسو …

نور...

دپېښور محکمې کې ډزې شوې

دپېښور محکمې کې د يو کس ډزې کړي چې له امله يې د يو وکيل په گډون ٣ کسان ټپيان دي د جيو د خبرله مخې پوليسو ويلي دي جې يو کس پر خپل مخالف اړخ ډزې کړي لامل يې پخوانۍ دوښمني ښودل شوې ده

نور...

د فراه په خاکسفید کې چورلکه غورځېدلې

طالبانو ويلي دي چې دوى د فراه ولایت دخاکسفید ولسوالۍ اړوند د  درنج په سیمه کې بيگا ماسخوتن ۹ بجې  د کابل ادارې یوه چورلکه چې په ټېټه ارتفاع کې یې الوتنه کوله  پر توغندي ويشتلې ده  دطالبانو پر خبره له چورلکه له  ویشتلو سره سم  رانسکوره شوه  سپاره ټول عسکر ووژل شول بل خوا  د فاع وزارت مني چې  ددوې اړوند …

نور...

جنایي محکمې ته ګواښ څه په ډاګه کوي؟

نوري امریکا نړیوالې جنایي محکمې ته ګواښ کړی، چې افغانستان کې دې د دوی د جنایتونو په اړه کومه قضیه نه پرانیزي. د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جان بولټن ویلي چې که جنایي محکمه د دوی د عسکرو د کړنو په اړه پلټنې پیل کړي؛ نو لازمه سزا به وویني!! جان بولټن دسپټمبر په ۱۱مه یوې ناستې ته …

نور...

طالبان، غزني او امريکايان!

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد)) دالجزيرې تلويزيون د ١٣٨٧ل هـ دغبرگولي پر شپږمه په غزني کښې دطالبانو دبريدونو او دامريکايانو دپوځي اډې دجوړولو پرله پسې خبرونو ، خبر ورکړ. غزني  دافغانستان په مرکزي برخه کښې يو مهم ولايت دى، چې دڅو ولايتونو ترمنځ پروت دى.لکه زابل ، پکتيکا ، ميدان وردگ ، لوگر ، پکتيا ….. غزني هغه ولايت دى،چې …

نور...

محمود قریشي له افغان چارواکو سره مهمې ليدنې کوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر  نن  کابل ته ځي او په  جلال اباد  کې د دپاکستان د کونسلګرۍ تر څنګ پر ګڼو  مهمو  مسايلو له افغان اړخ سره خبرې کوي. دپاکستان دبهرنيو چارو وزير  به له ولسمشر غني، اجرایه رییس او بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني سره خبرې وکړي دوی به په دغه خبرو  کې، د سولې، …

نور...

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير سبا کابل ته  ځي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي ویلي دي ، چې ټاکل شوې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي به سبا د شنبې کابل ته سفر وکړي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند زياته کړې چې ښاغلي قریشي په مشرۍ یو لوړ پوړی پاکستانی پلاوی به کابل ته د خپل سفر پرمهال د جمهور رئیس …

نور...

عبدالحفیظ خاشي : ۳ ازبکستاني وسله وال وژل شوي

د جوزجان په خماب ولسوالۍ کې له امنیتي ځواکونو سره د جګړې پر مهال درې ازبکستانيان وژل شوي دي. د جوزجان د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال عبدالحفیظ خاشي ویلي دي ، د دولت وسله والو مخالفینو تېره شپه د خماب ولسوالۍ پر امنیې قوماندانۍ ډله ییز برید پيل کړ چې له دوه ساعته جګړې وروسته درې ازبکستاني طالبان …

نور...