دوشنبه , 15 اکتوبر 2018
کورپاڼه / SCPRD (page 34)

SCPRD

په خوږياڼو ولسوالۍ کې  شپني عمليات شوي

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي ويلي دي چې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو  په خوږياڼو ولسوالۍ کې  شپني عمليات کړي چې  له امله يې ۱۱ کسان  وژل شوي  او ۱۲ نور يې له ځانه سره ژوندي بيولي دي د عطاالله خوږياڼي پر خبره   په وژل شويو کسانو کې د  طالبانو يو سرګروپ او د هغه مرستيال هم شامل …

نور...

یو ازبکستانی په امریکا کې په بند محکوم شوی

  یو ازبکستاني کډوال په امریکا کې   د یوې ترهګرۍ ډلې د ملاتړ په جرم په ۱۱ کاله بند محکوم شوى د محکمې په دې حکم کې هغه شپږ کلونه هم شامل دي چې نوموړي لادمخه په توقیف کې تېر کړي دي. د محکمې منصفه پلاوي ۴۲ کلن جمشید مختاروف د جهاد اسلامي په نوم د ازبکستان د حکومت …

نور...

د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ لوبډلې نن دریمه لوبه ترسره کوي

نن د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ لوبډلې  خپله دریمه یو ورځنۍ نړیواله لوبه کوي . دا لوبه د کابل په وخت د ماسپښین په دریو بجو او پنځلس دقیقو په پام کې ده. دا د افغانستان او ایرلنډ د لوبډلو تر مینځ په بلفاسټ کې د دریو یو ورځنیو لوبو د لړۍ دریمه او وروستۍ لوبه ده. په دې …

نور...

د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دفاع

ليک: مولوی فضل ربی (کوه صافي وال) د انسانیت بخت هغه ورځ ویښ شو چې رسول الله حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دنیا ته تشریف راوړو او الله تعالی په دنیا باندې دا احسان وکولو چې دا لویه هستي یې ورته را ولېږله . د ډېرو کسانو د هدایت سبب شو . ډېر کسان یې له اور نه په …

نور...

د فراه د هوايي ډګر قوماندان سمونوال اغاګل وژل شوي

د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محب الله محب  ویلي چېناپېژاندو وسله والو د فراه  ولایت د هوايي ډګر قوماندان سمونوال اغاګل  وژلی دی. د محب په خبره  یاده پېښه پرون  ۲ بجې هغه مهال رامنځته شوه چې اغاګل   کور ته د تګ پرمهال د ناپېژاندو وسله والو تر برید لاندې راغی نوموړي  د  ښار په یوه پلورنځي کې یې …

نور...

داسلام د پيغمبر انځورونه نندارې ته وړاندې کول لغوه شول

د هالنډ دپارلمان داپوزيسيون يو غړي گييرټ ولډرز ويلي  دي  چې هغه سيالي يې لغوه کړي چې ويل شوي په کې به داسلام د پيغمبر انځورونه نندارې ته وړاندې کړل شي ،  گييرټ ولډرز داخبره وروسته له هغې وکړه چې داسلامي هېوادونو د مشرانو د هالند پر حکومت ټينگار وارد کړ چې نوموړي د خپلې پريکړې وگرځوي او  په يوشمير …

نور...

شپېته کلن اسرائيل اوشپېته کلن ناورين!

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد)) د ٢٠٠٨ عيسوي کال د مۍ پر ١٥ د اسرائيلوگوډاگى دولت شپېته کلن شو ، فلسطينيانو دغه دولت شپېته کلن ناورين وباله ، بش دامريکې جمهور رييس په دغه ورځ اسراييلو ته تللى و ؛ اسراييلو ته يې د خپلې دوستۍ ډاډ ورکړ ، چې امريکا به ورسره ولاړه وي . ددې لپاره چې په …

نور...

پکتیکا کې ۲۴۷ښوونځي ودانۍ نه لري

د پکتیکا ولسونه وایي د پکتيکا له ٣٩٥ ښوونځيو يواځې ١٤٨ يې ودانۍ لري، چې له امله يې زده کوونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.  د پکتیکا ولسونه زياتوي ، چې په تېرو پنځو کلونو کې دوى څو ځلې ښوونځي ته د ودانۍ جوړېدو غوښتنه کړې، خو تر اوسه يې په اړه اړوند مسوولينو اقدام نه دى کړی. دوی …

نور...

د جګړې پای او سولې ته رسیدو لپاره سترګې چاته اوړي؟!!

ليک: نظرمحمد مطمئن د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیس د اګسټ پر ۲۸مه ۲۰۱۸ وویل: دوی نه غواړي په افغانستان کې د افغان – امریکا جګړې لپاره د شخصي امریکایې کمپنۍ(بلاک واټر) سره هوکړه لیک وکړي، او افغان – امریکا جګړه شخصي امریکایې امنیتي کمپنیو ته وسپاري. په ورته وخت کې د امریکا لوی درستیز جوزیف ډانفورډ وویل: موږ په …

نور...

په ننگرهار کې ٦ داعش وژل شوي

د ننگرهار امنيتي چارواکو ويلي دي چې د  ننگرهار ولايت  د خوږياڼو ولسوالۍ د وزيرو تنګي په سيمه کې دبهرنيو ځواکونو  د يوه هوايي بريد په ترڅ کې د يوه داعش  قوماندان په ګډون د داعش ٦ وسله وال وژل شوي دي.  د ٢٠١ سېلاب قول اردو له خوا په خپره شوې  خبرپاڼه کې راغلي  دي چې د بهرنيو ځواکونو …

نور...