په ننګرهار کې هدفې وژنې بيا زياتې شوې

په ننګرهار کې يوځل بيا هدفي وژنې زياتې شويدي او د دغه ولايت اوسيدونکو سره دا انديښنې پيدا شويدي چې نور څوک دخوارۍ اومذدورې لپاره له کورنو نشي وتلاې او نه په ارام سره ژوند ترسره کولاى شي.
دا انديښنې وروسته له هغې زياتې شوې چې د دولتي کارکوونکو ترڅنګ په خبرنګاروانو هم بريدونه وشول او دولتي کارکوونکي يو دبل پسې وژل کيږي .
تازه راپورونه وايي چې نن سهار وختي د ننګرهار دمحکمي يوتن کارکوونکى دعبدل القيوم په نامه د جلال باد ښار په څلورمه ناحيه کې له خپله کوره دکار په لار روان وو چې دناڅرګنده وسله والو لخوا ووژل شو او هم ورسره يوبل تن سخت ټپي شو.
دننګرهار چارواکو داستيناف دمحکمې وژل شوي کارکوونکي په اړه څه نه دي ويلي چې چا او په څه وژل شوې او نه ېې کومې وسله والې ډلې د وژنې مسئوليت پر غاړه منلى دى

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*