په افغانستان کې دخبرنګارانو ژوند نورهم تريخ شو

په افغانستان کې چې د دولتي کارکوونکو ترڅنګ دخبرنګارانو ژوند اوس ډير تريخ شوې او زيات شمير خبرنګارانوته مرګونې ګواښونه شوي يودبل پسې له کاري مرکزونو پښې بآسي يا نوورولايتو ته په پټه توګه ځي او يا دنورو هېوادونو مخه نيسي .
د اطاعات او کلتور وزارت په روانه اونۍ کې دوه ځلې خبرنګارانوته په شته ستونزه وينا وکړه وايي چې دوې په تيرو دووه مياشتو کې خبرنګارانو ته ٢٧ګواښيز تلفونونه ثبت کړيدي،داطلاعات کلتور وزارت په وينا خبر نګاران ورځ په ورځ په تلفونوکې ګواښل کيږي.
ياد وزارت وايي چې ځنې خبرنګاران ېې امنيتي سميوته بيولي دي خو لا ډير داسې شته چې کار ته دتلو پرمهال دمرګونوسيمو څخه تيريږي.
په کابل کې ميشت خبرنګارانو په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې دوې ته يواځې يوه لار ورپاتې ده چې دخپلو سرونو دخوندي کولو لپاره له هېواده بهر بل کوم هېواد ته ولاړشي ځکه په خپل هېواد کې ېې ژوند ډير تريخ شويدى

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*