پمپيو: ایران د القاعده نوی مرکز دى

امريکايي نظاميان که څه هم له افغانستانه دخپلو پوځونو دکمولو وينا وي خو ورسره هم مهاله په ګاوانډي هېواد کې ایران د القاعده ډلې تر ټول مهم او خوندي مرکز بولي وايي چې له افغانستانه وروسته ايران دالقاعده سترمرکز جوړشويدى.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو- چې دخپلې ددې يا حکومت يوه اونۍ ېې پاتې ده- وايي د القاعده غړي اوس د افغانستان د غرونو پرځای د ایران د حکومت تر څار لاندې پلازمېنه تهران کې خوندي پټنځي لري او له امکان لرې نه ده چې په ايران کې القاعده دافغانستان په څير وده وکړي.

پمپيو کوم شواهد وړاندې کړيدي خو ويلي يي دي القاعده د پایېدلو نوی مېشت ځای لري او هغه د ایران اسلامي جمهوریت. موږ د القاعدې ډلې او ایران ګواښ نا ګڼلی پریښی ، موږ باید دا ومنو ، باید ورسره مقابله وکړو او په اصل کې ماتې ورکړوڅو نورو هېوادونو کې دافغانستان په څير کړنې ونه کړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*