ټرمپ: پرکانګرس ورختونکومظاهرچیانوته می وینا مناسبه وه

د امریکا جمهوررئیس ټرمپ وايي تېره اوونۍ تر مرګونو تظاهراتو وړاندې د ده وینا چې له خپلو ملاتړویی وغوښتل د کانګرېس پر لور مرش شي، مناسبه وه
ټرمپ د ډیموکرات کانګرس غړو ویناوی چې وايي ټرمپ یاغي توب ته لمن وهلې او په کانګرېس کې د ده پر ضد فعالیت کوي ناسمه بللې.
د امريکا پر کانګرس د ټرمپ د پلويانو تر بريد وروسته چې د مرګ ژوبلې ترڅنګ یې مالې زیان هم د کانګرس ودانۍ ته اړولی مخالف ډیموکرات کانګرېس غړي هڅه کوي د ټرمپ مرستیال مایک پېنس وهڅوي چې د اساسي قانون له مخې د کابینې په مرسته دی له دندې لېرې کړي.
بله دا چې ټرمپ کانګرس ته ور وبولي چې په هغه صورت کې به یې لېرې کولو ته په دریو کې د دوه برخې استازو رایې ته اړتیا وي که ټرمپ هرڅوخپله وینا مناسبه بولی خواوس یی پرخلاف مخالفتونه زیات شویدي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*