د راز او نياز تصوف

ليک س، سيرت
٩٣ مه برخه
دبيعت لپاره دواړه خواوې دبيعت کونکي او مرشد زړونه بآيد دهرډول بديو ، ګناهونو ، حسد، بداخلاقيو او شيطاني وس وسو پاک وي او دبيعت هدف همدادى چې دنيکواعمالو اوعباداتو د سرته رسولو لپاره بايدزړونه پاک او هيڅ ډول شيطاني وسوسو ته پکې ځاې نه وي .
په بيعت کې د زړه او خولې يووالى اړين دى بله داچې په بيعت کې بيا پير او مرشد دواړه د اسلامي اصولو سره سم بې دکوم غرضه يواځې او يواځې دالله پاک د رضايت اواسلامي احکامو برابر په خپلو کې سره مينه ولري ، په بيعت کې چې متاقابله مينه نه وي بيا هم بيعت کوونکى خپل هدف ته نه شي رسيدلاى.
شييخ يا مرشد بايد په د ې ځآن پوهه کړي چ مريدان زما سره دالله درضا لپاره مينه کوي که شيخ داتمه ولري چ مريد ورسره د دنيايي اغراضو په موخه مينه کوي پيا نو مريد هيڅ وخت له بيعت ګټه نشي پورته کولاي لکه څرنګه چې مريد ته دشيخ پيژندل لازم دي دا رنګه شيخ ته هم لازم دي چې دمريد هدف وپيژني که ېې سره مينه د دنيا په غرض وي بيا نو شيخ او مريد دواړه دبيعت وړتيا نه لري .
په بيعت کې هيڅ وخت دنياوي ګټو په نظرکي نيولته ځاې نشته البته که داپه نظرکي ونيول شي چې په بيعت کې به د مريد اعمال اصلاح اوبيابه دټولني د وګړو دخدمت کولو توان پکې پيداشي دا نطر هم داسلامي اخلاقو په او اصولو سره برارول رلازم دي چې څرنګه يو انسان په اسلامي اعمالوسره دټولني خدمت کولاى شي او د الله دبندګانو د رضيات سبب ګرځيداي شي . نوربيا

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*