دسولی په غونډه کی د اجنډا پر یووالي روانی دي

د افغان دولت او طالب مرکچیانو ترمنځ د اړیکو یا تماس ډله یوځل بیا په دوحه کې ناسته ده چې د اجنډا پر جوړولو تر بحث وروسته یوې سلا ته ورسېږي.
بل خوا یوې سرچینې رسنیو ته تایید کړه چې لا هم د طالب استازو ځینې غړي دوحې ته نه دي رسېدلي، خو د طالبانو یوه مرکچی ویلي د استازو زیاته برخه یې دوحې ته رسېدلې او پاتې نور به هم تر دوو ورځو ورسېږي.
په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د اړیکو یا تماس ګډه ډله څلورمه ناسته کوي چې دغې ډلې تر اوسه وړاندیز شوې مسلې پر شپږو برخو وېشلې دي.
له دې وړاندې سرچینو ویلي وو چې د افغانانو ترمنځ د خپلمنځي خبرو لپاره د افغان دولت ۲۸ او د طالبانو بیا ۲۴ وړاندیزونه د اجنډا لپاره جوړ شوي دي.
تمه ده په دی ناسته کی یوڅه پرمختګ وشي چی موخی ته به روانی خبری یوڅه مزل رالنډ کړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*