په هېواد کې په کرونااخته ٧ناروغان مړه شويدي

دروغتيا وزارت په خپله يوه اعلاميه کې ويلي چې په تيرو ٢٤ګړيوکې په کرونا اخته ٧ناروغان مړه شويدي او نور ١٠٦تنه پرې اخته شوي چې دا وايروس په دويم ځل په افغانستان کې مخ په ډيريدو دى.
ياد وزارت ويلي چې دوي د ٢٠٢ شکمنو کسانو معاينه هم کړيده چې کرونا وايروس ترې نور کسانو ته ونه رسيږي ، دياد وزارت دمعلوماتو له مخې دا مهال په هېواد کې د کرونا وايروس نه ٤٧٢مريضانو خلاصون موندلى دى چې دا شميره په ١٢ولاياتو کې ښوول شويده .
دافغانستان سره دنورو هېوادونو ترڅنګ چين هم ديوشمير وسايلو مرسته کړي څو په په دې وايروس کنترول کې ترې کار واخلي خو ويل کيږي چې په افغانستان کې تراوسه پورې دياد وايروس دکنترول لازم وسايل نه ليدل کيږي .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*