د رازاونياز تصوف

بيعت د تصوف بنسټ

ليک : س، سيرت

٩١مه برخه

بيعت په تصوف کي يوداسې عمل دى چې په ټولو طريقو کې لومړيتوب لري ځکه ورته په تصوف کې بنسټ ويل کيږي ددې بنسټ لپاره د صوفي لپاره پاخه مواد اړين وي لکه څرنګه چې ديوې ودانۍ بنسټ دکلکو ډبرو او پخو موادو څخه اړجوړيږي دا ډول د تصوف لپاره چې بيعت پکې کيږي په پخو موادو سره کيږي ، دتصوف لپاره پاخه مواد لومړى عقيده ، طريقه ، اخلاق ، اداب ، اطاعت، ذکر او ټل هغه عبادات چې الله او دالله رسول ته پرې نږديوالې موندل کيږي ددې لار ې د موندنې اصلي بنسټ دى .
دبنسټ پخوالى دصوفي لپاره يوسترهدف دى او داهدف د(الله تعالى رضايت) دى کله چې په بيعت کې پاخه مواد چې يادونه ېې وشوه به عمل کې وښوول شي بيا بعيت په حقيقي توګه سرته رسيږي.
دبيعت لپاره ځانګړي طريقې دي چې پير يا مرشد ېې مريدانوته لارښوونه کوي، کله چې مريد د خپل مرشد په لار ښوونه عمل وکړي او دنيکو اعمالو په جاموکې ځان را ونغاړي بيا ورته د بيعت ټولې اسانتياوي برابريږي څو لومړى صوفي په بيعت ځان پوهه کړي د عقيدې ، طريقې، اخلاقو او د ادابو په لرولو مونږ څرنګه کولاى شو په ټولنه کې بيعت خلکو ته ور وپيژنو.
بيعت په لغت کې ديني او دنياوي اومروکي چې دشريعت مطابق وي ديومشر، معتمداو بزرګ په لاس کې لاس ورکولوته بيعت وايي چې دنيکو اعمالو په خپلولو اوبدو اعمالو څخه دځان ساتنې وعدې دخپل مرشد سره وکړي دې لاس ورکولوته بيعت ويل کيږي.
بيعت په اصطلاح کې ديوه داسې عمل د سرته رسولو وعده او منښته ده چې دالله او دالله د رسول رضايت پرې حاصليږي په اصطلاحي بيعت کې د تيرو کړو ګناهونو څخه توبه او دخپل رب العزت څخه عفوه غوښتنه هم شامله ده چې وروسته دتوبي به دنيکواعمالو وعده په بيعت سره پوره کيږي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*