دراز او نیاز تصوف

ليک : س ، سيرت

٩٠مه برخه

علامه اقبال دطريقت او شريعت او حقيقت په اړه دخپل شعر په يو بيت کې وائې.

شريعت پوست مغز آمد حقيقت

ميان اين وآن باشد طريقت

دتصوف دسپيځلى طريقى او حقيقت روښانه کولو لپاره په بل ځاى کې وائې .

پس طريقت چيست اى والا صفات

شرع را ديدن په اعماق حيات

فاش ميخواهى اگر اسرار دين

جزبه اعماق ضمير خود مبين

گر نبيني ، دين تو مجبورى است

اينچنين رى از خدا مهجورى است

بذر تا حق را نبينا آشکار

برنمى آيد زجبرو اختيار

تويکى در فطرت خود غوطه زن

مرد حق شو به ظن و تخمين متن

تا ببيني زشت وخود کار چيست

اندر اين نه پرده اسرار چيست

که زسر نبي گيرد نصيب

هم به جبريل امين گردد قريب

دتصوف په اړه څومره علما کرامو اولياء کرامو او شعراؤ ويناوى او ليکنى کړيدى دې نتيجې ته رسيږو چې الله تعالى ته دنږديوالي لپاره تصوف داسې طريقه او سرچينه ده لکه يو ماشوم چې دخپلې مور په پيو شدو لويږي او ددنيا په مخ له هر څه خبريږي

ستر مفسر ، اديب او شاعر خواجه عبدالله انصاري الهدوي دشريعت او طريقت په اړه ليکي :

درخت را آب شايد طفل راشير

شريعت را استاد بايد ، طريقت را پير

په بل ځاى کې وائې

حقيقت درياست شريعت کشتى

در دريابى کشتى چه نشستي ؟

شريعت در طريقت کشتى است

طريقت بې شريعت زشتى است

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*