ناټو او انگليستان سره د طالبانو پر يوې درندې جگړې خبرې پېل کړې

ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد

 

که د ناټو او امريکې عسکر نه وي، دغه دولت به له داخله ړنگيږي. د خواشينۍ خبره دا ده، چې بيا ولې پېوندي حکومت جوړ شو، چې يو له بله نه گنډل کېږي، کارونه مخکې نه شي تلاى او يو د بل پښې وهي. په داسې حال کې، چې بهرني پوځونه د خپل ټول ځواک سره د افغانستان په جنوبي اوختيځو سيمو کې شپه او ورځ پوځي عمليات کوي او د وژنو خبرونه هم خپريږي.

دا خبره د خلکو له غوږ ونو سره اشنا شوې ده، چې افغانستان بهرنيان نه پرېږدي؛ خو، بيا يې پرېږدي. که امريکا او انگليس له ايران سره جگړه پېل کړي، هغه به تر عراق او افغانستان پورې درنه جگړه وي. که امريکا، چې جنوبي امريکا خپل انگړ بولي، هلته لاس وغځوي؛ دا ټول نه شي پوره کولاى. د امريکې غليمان ډېر دي، عراق کې هره ورځ سوونه خلک وژل کېږي.

بش هڅه کوي، چې دخپلو چاروسرته رسولو لپاره په کانگرس کې ملگري ومومي، خو کانگرس له جنرالانو پوښتنې کوي، چې دوى ځوابونه ورکړي، هغوى پرحالاتو خبرې کوي، چې عراق به بل ويتنام شي.

د هلمند هېواد کې څه تېرېږي؟!

هلمند ته؛ ځکه هېواد ويل شواى، چې د لوى انگليستان سره په جگړه کې دى. دا د افغان تاريخ حماسه ده. لکه د مېوند.

د ٢٠٠٧ ع د جنورۍ پر ١٧، چې د ١٣٨٥ لمريز هجري کال د مرغومي٢٧ سره برابره شوې، بي بي سي د هلمندپه هېوادکې د ناټو او انگليستان سره د طالبانو پر يوې درندې جگړې خبرې پېل کړې، چې په کې انگريزانو پنځه ساعته له درندې توپخانې گولۍ چلولي او له هواڅخه چورلکو پرې گولۍ ورولې دي. بي بي سي وويل : يو انگليسي عسکر وژل شواى او څلور ټپيان شوي دي.

دا، چې رښتيا څه دي، څوک نه شي پوهېداى؛ ځکه هلته له بې پلوه خلکو څخه څه نه اورېدل کيږي، خو پنځه ساعته د درنو گوليوورېدل څه، چې پنځه ساعته باران هم ټينگه اراده غواړي (خداى تعالى دې د پښتنو پر لوري شي. (آمين) .

کرزى وايي طالبان پسرلي کې نورې حملې کوي او د امريکا دفاع وزير ويلي پاکستان سره مرسته کوو، چې د دوى مرکزونه وران شي.

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*