پښتو ژبې ته د ښاغلي ساپي خدمتونو ته ځغلند نظر

ليک: امان الله نصرت
حمزه سفر که د حجاز وي نو هم
زه د پښتون له قافلو سره ځم
حمزه بابا
ښاغلی امام الدين ساپی هغه دروند او نوموړی پښتو پال او فرهنګپال دی چې پښتو ژبې ته ېې کارونه او خدمتونه د هيچا له سترګو پټ نه دي او د ژوند ډېره برخه ېې د خپلې مورنۍ ژبې غوړېدنې ځلېدنې او پرمختګ ته ځانګړي کړې ده او شپه او ورځ ېې په دې برخه کې خپل کار او زيار جاري ساتلی دی.
ښاغلي ساپي د مادياتو په ځای د معنوياتو لمن نيولي او هڅه کوي چې د پښتون ولس د ملي شعور او سياسي پوهې او بصيرت کچه لوړه او پياوړې کړي تر څو هغوی ويښ بیدار او ژوندي پاتې شي او د ژوند له ناخوالو او بدمرغيو نه خوندي او په امان شي.
ښاغلی ساپی په دې باور دی چې پښتو ژبه او ادب هغه وخت د پرمختګ او پراختيا ګلاليو پړاوونو ته رسېدلای او نورو پرمختللو ژبو سره د سيالۍ جوګه کېدلای شي چې ليکل او لوستل ېې په خلکو کې عام او په علمي ښکلا ښکلي او سينګار شي .
د ساپی صيب په اند که پښتو د ښوونځيو او پوهنځيو ژبه شي او په دولتي ادارو او دفترونو کې وکارول شي نو ډېر ژر به دا ژبه پياوړې او غښتلې شي او د ويونکو شمير به ېې له يوې ورځې څخه بلې ورځې ته ډېر شي.
د همدغو اړتياوو او غوښتنو په پام کې نيولو سره ښاغلي ساپي مټې رابډوهلي او میدان ته راوتی چې د علمي او ادبي کتابونو په چاپولو پښتو ژبه شتمنه او غوښنه کړي او نورو ژبو له نفوذ او پور څخه ېې وژغوري.
محترم ساپی د خپل قام او خلکو د ويښتيا او بيدارۍ شعوري زيار باسي او پښتانه دې ته هڅوي چې کتاب او قلم ته مخه کړي او د علم او پوهې لار خپله کړي او په خپله ژبه خپلو بچو ته د زده کړو او تعليم زمينه برابره کړي.
ښاغلی ساپی لګيا دی په خپله شخصي پانګه د پښتو ژبې د ودې بډاينې او پرمختګ لپاره علمي ادبي او ديني کتابونه چاپوي او هغه په وړيا ډول د خپل قام او ولس په خلکو ويشي .
داسې لوړ پښتني احساس او ملي جذبه به په ډېرو کمو او ګوتو په شمار پښتنو کې ومومو چې د خپلې خولې مړۍ له نورو سره نيموي او خپله شتمني او پانګه له خپلې ژبې ځاروي او د ورکېدو او مړه کيدو نه د هغې د خونديتوب هڅې کوي.
ساپي صيب په پېښور کې د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مرکز په نوم يو فرهنګي بنسټ لري چې ټول لګښت ېې له خپل جيب نه ورکوي او په لسګونو علمي ادبي او ديني پښتو کتابونه ېې چاپ کړي او دا لړۍ تر اوسه روانه ده او په برياليتوب پر مخ ځي د پښتو ډېرو نومياليو او نوموتو اديبانو او ليکوالانو په دي مرکز کې دندې پر مخ وړي او د پښتو ژبې او ادب لپاره ېې نه ستړي کېدونکي کارونه او خدمتونه کړي دي.
ښاغلی ساپی خپله هم د پښتو ژبې يو ښه او تکړه ليکوال دی چې وخت په وخت ېې په بېلابېلو ورځپاڼو مجلو او جرايدو کې مقالې او مضمونونه چاپ شوي چې د مينه والو علمي او ادبي تنده پرې ماته شوې او د پام وړ ګټه ېې ترې اخيستې ده.
د ښاغلي ساپي څو نثري کتابونه هم چاپ شوي چې مناسب وخت کې به پرې ليکنې وکړم او لنډ جاج به ېې د کاغذ پر پاڼو وکښم او تاسو درنو لوستونکو سره به ېې شريک کړم.
د ساپي صيب په خټه کې د پښتو او پښتنو د مينې تومنه ورګډه ده همدا لامل دی چې تل د خپل قام په درد دردېږي او په بدو ورځو ېې اوښکې تويوي او پرې ژاړي.
ساپی صيب خدمتګار سړی دی د شمار سړی دی او د کار او د دستار سړی دی نو ځکه خو به يي نوم تل د تاريخ په پاڼو کې ځلېږي او راتلونکي نسلونه به پرې وياړي.
که د ساپي صيب علمي او ادبي خدمتونه او کارونه هرڅومره وستايل شي او يادونه او ځلونه ېې وشي بيا به هم کمه وي او زه ېې نوموړي حقدار ګڼم .
زه د پښتو ژبې دغه ستر خدمتګار ته اوږود عمر او نېکمرغه ژوند غواړم او دعا کوم چې زمونږ مهربان مشر ته دې لايزال رب لا پسې توفيق ورکړي چې خپلې ادبې او علمي هڅې همداسې جاري او ساري وساتي او پښتو ژبې او پښتون ولس ته د تلپاتې او نه هيرېدونکو خدمتونو مصدر شي.
ما ټيټ ورته لېمه کړه زما سر نه ټېټده
شايد چې په الفت کې هم افغان پاتې کېدم
حمزه بابا
د يو شمير هغو کتابونو نومونه چې د پښتو څېړنو او پراختيا مرګز د ساپي صيب په لګښت چاپ او پښتو ژبې او پښتنې ټولنې ته ډالۍ کړي دي
کتابونه دريابونه
پښتوشفاهي داستان
پښتو ولسي ادبيات
خېبر البيان لغتونه
افغان او افغانستان لومړى چاپ
دعصبي جراحۍ داساساتو لکچرنوټ
دافغانستان قومي جوړښت
دپوستکي او زهروي ناروغيو اساسات
ملنگ جان
عمومي بيالوژي
هرات پښتانه او سترلوبه
پښتود ژبښود
پښتو گړښود
پښتوبديع اوبيان
پښتوسيندگى
رڼا او دفاع
د هضمي سيستم دناروغيو اساسات
دقلبي وعايي سيستم ناروغۍ
باميان د وليانو ټابوبى
دنړې هېنداره لومړى ټوک (اسيا)
دنړې هېنداره دويم ټوک (افريقا)
داعصابي جراحي داساساتو لګچر نوټ دويم چاپ
دمعاصرو لويو حقوقي سيستمونو مبادي دروم جرمن حقوقي کورنۍ لومړى ټوک
دمعاصرو لويو حقوقي سيستمونو مبادي کامنلا حقوقو دويم ټوک
دمعاصرو لويو حقوقي سيستمونو مبادي او عنعنوي حقوق دريم ټوک
مدني حقوق دکورنۍ يا فاميل حقوق
افغان او افغانستان دويم چاپ
پښتو او پښتانه دژب پوهنې په رڼا کې
دلومړنيو روغتيايي څارنو پيژندنه
دالمان په مونشن کې دنارنج ګل ميله
عمومي کيميا لومړۍ برخه
ددماغي او عيو (رګونو) ناروغي
دعصبي ناروغيو اساسات
عمومي کيميا دويمه برخه لومړى چاپ
دعمومي رياضياتو اساسات
دکوچنيانو جراحي
دعمومي يورولژي اساسات
دغازي امان الله خان زوال
انګريز پښتو سيندګى
دعصبي ناروغ دتاريخچي اخيستل او فزيکى معاينات
دتنفسي سيستم اناتومي
اسلامي سياست نبوت او سيرت
دتنفسي سيستم ناروغي
احصائيه لومړى چاپ
تراوماتيکه او غير تراوماتيکه اورتوپيدي لومړى برخه
دهضمي سيستم اناتومي
دسترګو ناروغۍ
د رکتم او معقدې قنات ناروغۍ
دخوشال ددستارنامې پيداګوژيکى څيړنه
لانس يا دافغانستان پير کرم شاه
پښتو سيند يا افغاني قاموس
پښتانه دافغانستان په شمال کې
لنډکۍ پښتو او پښتنواله
دپوستکي دناروغي اساسات
دنړۍ هينداره دريم ټوک اسټراليا
د نړۍ هينداره لومړى ټوک
اسيا دويم چاپ
ديونان لرغونى ادب لومړۍ دوره
دراني تيمور شاه
فرهنګي مينه ليکونه
دپولي سيستم اناتومي
عقلي ناروغۍ
عملياتي او کلينکي اورتوپيدي
ميخانيک فزيک لومړى چاپ
برق او مقناطيس
ټول پارسنګ دپټې خزانې دفاع
عصبي ناروغۍ
پښتو اشتقاقونه او ترکيبونه دويم چاپ
پټه خزانه څلورم چاپ
پښتانه مباح الدم دي
دمومند بابا ياد
دپښتو دژبې لياره
توريالى او فرهنګيالى احمد شاه بابا
تراوماتيکه او غير تراوماتيکه اورتوپيدي دويم چاپ
ماليکولي فزيک
اپتيک نور
دافغان ملي تاريخ لومړى ټوک
غوره کتنه او نوې کتنه
عمومي کيميا
ددماغ داوعيو رګونو او اختلاجي ناروغۍ
قران پوهنه
عمومي جراحي لومړى ټوک
عمومي بيالوژي
عقلي ناروغي
دجرم مادي عنصر
احصائيه دويم ټوک
دنړۍ هنداره څلورم ټوک اروپا
دداخله ناروغيو فزيکي تشخيص
دطبيعي منابعقو اقتصاد
دمنځني اسيا سياسي حالاتو ته يوه لنډه کتنه
عمومي نباتات
دجنس توليد جنس او پيسي
عمومي نړيوال حقوقي شخصيتونه
دپښتو ادبياتو تاريخ اوسنۍ دوره
پېښې انديښنې او څرګندونې لومړى ټوک
پېښې انديښنې او څرګندونې دويم ټوک
دنړۍ هنداره افريقا دويم چاپ
دعصبي ناروغ تاريخچه اخيستل او فزيکي معاينات دويم چاپ
دسترګو ناروغي دويم چاپ
دنړۍ هنداره امريکا
ديپلوم انجنئير غلام محمد فرهاد پاپا
دپښتو ادبياتو تاريخ منځنۍ دوره
دپيچ درې دپښتنو ولسي دودونه
دافغانستان ملي تاريخ دويم ټوک
دښځينه ناروغيو بنسټيزه پيژندنه
احصائيه دويم چاپ
پښتو ادبياتو تاريخ اوسنۍ دوره دويم چاپ
قران پوهنه دويم چاپ
دکروموزوم دانحرافاتو اطلس
عمومي جراحي لومړى ټوک دويم ټوک
ميخانيک دويم چاپ
پښتواو پښتو څېړنونکي
بر او مقناطيس دوه يم چاپ
دپښتو ادبياتو تاريخ
دبدر غزا
ورکه خزانه
دملي تاريخ فلسفه او پښتونولي
دساپيانو پيژندګلو
دفلسفى درسي بنسټونه
له څلورو څلويښت زرو څخه زيات لغتونه او ويناوو سره دپښتو انګلسي ترټولو جامع او علمي قاموس
پښتو_ انګلسي قاموس
خپلواکي پوهنه

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*