
د ننګرهارد ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼی ويلي دي د دې ولایت د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو له خوا تېره شپه دوه بېلا بېل عملیات ترسره کړي چې پر مهال يې د چپرهار ولسوالۍ په للمه سیمه کې د داعش يو غړى هدایت الله د مقاومت پر مهال وژل شوی دی.
د ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼی زياتوي وژل شوي کس د ځآنمرګو بریدونو لپاره د واسکټونو او ماینونو جوړولو ترڅنګ نورو ته هم په یاده برخه کې روزنه ورکوله.
د خوږیاڼی پر خبره د ملي امنیت ځواکونو د جلال اباد ښار په بېز اکمالاتي سیمه کې تېره شپه د عملياتو پرمهال د داعش يو مهم مشر قاري عبدالرحمن چې مشهور په قاري تمیم دی د یو بل همکار سره یو ځای ژوندي نیولي دي.
Leave a Reply