د کرونا له امله په نړۍ کې تر اوسه یونیم میلیون کسان مړه شوي دي

په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر له ۶۵ ميليونو کسانو اوښتى او ۴۵ ميليونه یې بېرته روغ شوي دي.

د امريکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، تر دې دمه په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر له ۶۵ ميليونه کسانو اوښتى دى.

دغې سرچينې زياته کړې چې تر اوسه څه باندې ۴۵ ميليونه ناروغان له دې ناروغۍ بېرته روغ شوي او يو ميليون او۵۱۱ زره کسان یې له امله مړه شوي دي.

د ياد پوهنتون د معلوماتو له مخې، هره ورځ په ټوله نړۍ کې څه باندې ٣٠٠ زره کسان پر کرونا اخته او شاوخوا اووه زره کسان مړه کېږي. د

راپورونو له مخې، په امريکا کې ۲۸۲زره، په هندوستان کې ۱۳۹زره او په برازيل کې ۱۷۵زره کسان له کرونا مړه شوي دي .

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*