
د پکتیا په مرکز ګردېز ښار کې د موټربم چاودنه شوې چې له امله درې تنه امنيتي ځواکونه وژل شوي او ۱۹ ملکي وګړي ټپيان دي.
والي حليم فدایي وويل چې دغه موټربم چاودنه د ګردېز ښار په منځ کې د امنيتي ځواکونو پر ګډې ګزمې ماخوستن کابو ۷ بجې شوې ده.
په دې پېښه کې موجودو هټيو ته زيان اوښتی دی. د دې چاودنې مسووليت تراوسه پورې چا په غاړه نه دی اخیستی.
Leave a Reply