جنرال مارک میلي:امریکا به په افغانستان کې موقتي اډې ولري

د امریکا د لوی درستیزانو د کمیټې مشر جنرال مارک میلي  ويلي ذي  چې په افغانستان کې د سرتیرو د شمیر د کمیدو وروسته به دوه ماموریته پر مخ وړو چې یو یې د افغانستان د امنیتي ځواکونو سره همکاري او بل یې د القاعده او  داعش  په خلاف د تروریزم ضد عملیات کول دي.

د امریکا د لوی درستیزانو د کمیټې مشر جنرال مارک میلي لومړنی جګپوړی چارواکی دی چې په افغانستان کې یې د خپل نظامي حضور د راتلونکې په هکله معلومات ورکوي.

جنرال میلي همدرانګه ویلي چې د دوه لویو نظامي اډو تر څنګ به امریکایي ځواکونه په افغانستان کې “موقتي” اډې هم ولري.

د امریکا د پوځ دغه تر ټولو جګپوړي چارواکي دا ونه ویل چې کومې لویې پوځي اډې ساتي او دا یې هم ونه ویل چې د امریکا منتخب جمهور رئیس جو بایډن به پدې هکله څه ډول پریکړه کوي او دا یې د راتلونکې ادارې کار وباله.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*