ازربيجان :ارمنستان سره مو په جکړه کې ٢٠٠٠ پوځيان وژل شوي

د ازربایجان حکومت ويلي دي  چې د نګورنو قره باغ پر سر له ارمنستان سره په ۴۴ ورځنۍ جګړه کې یې نږدې ۲ زره ۸۰۰ پوځیان وژل شوي او سل نور یې بې درکه شوي دي.

په دې جګړه کې، چې د سپټمبر په ۲۷ نېټه پیل او د نومبر تر ۱۰ پورې یې دوام وکړ، ۷ سیمې اذربایجان بېرته ونیولې او د نګورنو قره باغ کنټرول تر ۵ کلونو پورې د روسیې سوله ساتو ته وسپارل شو.

په دې موده کې هغه کسان چې په دریو لسیزو یا د وروستیو جګړو په لړ کې له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي، بېرته خپلو سیمو ته وګرځي.

د نګورنو قره باغ اکثره اوسېدونکي ارمنیان دي. د ارمنستان د روغتیا وزارت یوه چارواکي ویلي و چې د ۲ زره ۷۱۷ پوځیانو مړي نه دي پېژندل شوي او ښايي ځینې یې اذربایجاني وي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*