سناتور لينډسي: امريکايي ځواکونه تر شرايطو پوره کېدا پورې نه ووځي

 د امريکا جمهوري غوښتونکی سناتور لينډسي ګراهم ويلي دي  ولسمشر ټرمپ په ټوله کې د افغانستان په مسله کې په ښه توګه کار کړی ګراهم پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي، په افغانستان کې د ۲۵۰۰سرتيرو پاتې کېدل له ترهگرۍ سره د مبارزې لپاره کافي دي.

 د امريکا جمهوري غوښتونکی سناتور لينډسي ګراهم زياتوي  چې د  امريکا سرتيري بايد تر هغه په افغانستان کې پاتې شي تر څو چې يې د وتلو شرايط نه وي تضمين شوي.

ګراهم همدا راز وايي سره له دې چې شک لري خو بيا هم هيله مند دی چې طالبان به له القاعده شبکې سره اړيکې پرې کړي. نوموړی وايي، افغانستان کې د کورنيو جګړو پيل د امريکا په ګټه نه دی ځکه دا کار به يو ځل بيا داعش او القاعدې ته زمينه برابره کړي چې په قوت سره يو ځل بيا سر راپورته کړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*