د راز او نياز تصوف

صوفيه کرام دسايقينو پيروان

ليک س، سيرت

٧١مه برخه

د قران پاک په سورت رحمن ١٠ ايت کې چې يادونه شوې ده الله تعالى فرمايي  ځمکه يې دټولو مخلوقاتو لپاره وغوړوله په ټولو مخلوقاتو کې پيريان هم راغلل او په پيريانو کې هم دانسانانو په څېر دښه والى او بد والې علامې شته چې په بد والى سره انسانان او پيريان دالله له رحمت څخه لرى کيږي او په ښه والى سره د رحم کولو قابل ګرځي دلته ددې پېښې راوړلو يادونې څخه مطلب دادى چې الله تعالى ته د قربت لپاره تقوا ضروري ده صوفيه کرامو چې دسايقينو پيروي نيولې ده په تقوا او پرهيزګارۍ سره ئې نيولې ده دالله په ذکر او ستاينو سره يې نيولې ده

د تصوف سپيڅلى طريقه کې هدف همدا دى يو عبادت کوونکى په تقوا رياضت په پوره کولو سره په الهي کتاب قرانکريم او دنبي کريم صلى الله عليه وسلم په احاديثو پخه عقيده ولري پوره عمل پرې وکړي .

الله تعالى په خپل کلام قران پاک کې فرمايي (وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ ) ما پيرى او انسان دعبادت لپاره پيدا کړي دي دتصوف په طريقه کې هم الله تعالى ته د نږديوالي لپاره غوره لاره دعبادت ده دصوفيه کرام هم زيات زور ذکر او عبادت باندې ورکوي .

الله تعالى خپلوبندګانو څخه په ذکراو عبادت سره رضا کيږي

الله تعالى خپل پيغمبر ته فرمايي اى محمده ! په پاکۍ سره دخپل پرودګار ستاينه کوه او دسجده کوونکو څخه اوسه.

صوفيه کرامو چې دسايقينو پيروي خپله کړې ده الله تعالى ته د نږديوالې په خاطريې خپله کړې ده

دالله ستاينه په ذکر او عبادت سره کوي خپل رب العزت ته تل په سجده وي بيا خو دالله په دربار کې دبندګانو بندګي او عبادات ددې لپاره دي چې يواځي او يواځى الله تعالى ترې رضا شي

دالله تعالى درضايت لپاره صوفيه کرام دالله ، د الله درسول او الله دبندګانو سره هم مينه او محبت کړى دتصوف طريقه دمينې او محبت طريقه ده ورځ په ورځ چې پراخيږي سبب ئې مينه او محبت دي .

نوربيا

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*