د اوږدې جگړې پېل

ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد

تاسو ته به د رحمان عليه الرحمه شعرونه وايم. پټه خزانه کې راغلي: هسې وايي: فقير، محمد هوتک عفر الله زنوبه، چې ظل الله پادشاه جهان شاه حسين، کاتبان واستول او له پېښوره يې د عبدالرحمن بابا عليه رحمه د ديوان نقلونه راوړل.

د اوږدې جگړې پيل

د دې خبرې څرگندونه اړينه ده، چې د٢٠٠٧عيسوي کال د جنورۍ پر١١-١٢ د انگليستان صدراعظم او د امريکې جمهور رييس په افغانستان او عراق کې ولې د اوږ دې جگړې اعلان وکړ.

دا يوه هسې ساده خبره نه ده؛ ځکه، چې دوى دا خبره نه يوازې خپلو ملتونو ته وکړه، بلکې پر نړيوالو يې هم واوروله او پرهمدې لامل د امرېکې دبهرنيو چارو وزيره مصر، اسراييل، کويټ او نورو هېوادونو ته لاړه، څو د همدې خبرې پخلى وکړي

له بلې خواډيموکراټو سناټورانو د بش له تجريدېدو او ځانگړيتوب څخه څرگندونې وکړې.

د عراق صدر اعظم وويل، چې امريکايي عسکر دې د عراق د حکومت په چوکاټ کې کار وکړي

د فلسطين د دوه برخو (حماس او الفتح) تر منځ جگړه روانه ده.

د ايران جمهور رييس جنوبي امريکې ته تللاى، چې هلته د هغو هېوادونو سره خبرې وکړې، چې له امريکې سره اړيکي نه غواړي.

د انگليستان او امريکا مشران دخپلو خلکو له مخالفت سره مخامخ شوي دي.

په روانو حالاتو کې، چې افغانستان او عراق کې د اوږدې اونسلي جگړې خبرې کېږي؛ څرگنده ده، چې افغانستان کې پښتانه او عراق کې سنيان ددې اوږدې جگړې نخښه شوي دي

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*