عمران خان: دافغان سولې مرستې ته چمتو يو

د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي دي  په افغانستان کې د سولې غوښتونکی دی او حکومت یې د تاوتریخوالي د کچې راټیټولو لپاره هرې ممکنې همکارۍ ته چمتو دی.

عمران  خان چې  محمداشرف غني سره په کابل کې ګډ خبري کنفرانس ته خبرې کولې زياته کړه چې پاکستان د افغان سولې په بهیر د مذاکراتو میز ته د طالبانو په راوستلو خپل رول لوبولی دی.

هغه د سولې له خبرو سره هم‌مهال په افغانستان کې د تاوتریخوالي لوړې کچې ته په اشارې ويلي دي په دې وخت کې افغانستان ته زما د راتلو هدف دا دی چې تاسې ته ډاډ درکړم چې پاکستان به هر هغه څه چې ممکن وي ترسره به یې کړي ترڅو تاوتریخوالی کم شي او اوربند ته لاره هواره شي”.

عمران خان ټینګار وکړ چې اسلام‌اباد به د کابل له تمې پورته د تاوتریخوالي د کمولو او اوربند د ټینګېدو په برخه کې همکاري وکړي.

د پاکستان  دلومړي وزير عمران خان  په وینا کابل ته یې د سفر پر مهال دواړو خواو د څو کمېټو په جوړولو توافق کړی تر څو د افغانستان او پاکستان د امنیتي بنسټونو ترمنځ اړیکې زیاتې شي او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره له نږدې همکاري وکړي او په نتیجه کې یې دواړه هېوادونه خپلمنځي سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو ته پراختیا ورکړي.

عمران خان په افغانستان کې د سولې ټینګېدل د دواړو هېوادونو د حکومتونو او ولسونو ګډه اندېښنه یاده کړه.

 

محمداشرف غني کابل ته د عمران خان سفر تاریخي وباله او وې ویل چې د پاکستان صدراعظم له دې پیغام سره چې “تاوتریخوالی د روان وضعیت لپاره مناسب نه دی” کابل ته سفر کړی دی.

ښاغلي غني یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د هراړخیز اوربند ټینګېدل د افغانستان د خلکو او حکومت غوښتنه ده.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*