د پېښور سترې محکمې د مشال خان د وژنې قضیې تورن عمري قيد محکوم کړ

د پېښور سترې محکمې د مشال خان د وژنې قضیې د اصلي تورن عمران علي د اعدام سزا په عمري بند بدله کړه.
له قاضي لال جان خټک او قاضي عتیق شاه جوړ دوه کسیز قضايي بورډ  د پریکړې اورولو پر مهال د دې قضیې د ۲۵ نورو تورنو- چې په ضمانت خوشي شوي وو – ضمانت رد کړ او د هغوی د بېرته نیولو او ورته د اورول شوي بند سزا د عملي کېدو حکم وکړ.
مشال خان د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د ژورنالیزم محصل و او په ۲۰۱۷ کال یوه ډله قهرجنو کسانو دین ته د سپکاوي په تور په خورا بې دردۍ له وهلو ټکولو وروسته وواژه.
خو وروسته څېړنو وښوده چې پر هغه دین ته د سپکاوي لګول شوی تور بې بنسټه و.
اوس محکمې د دې قضیې اصلي او مرکزي تورن عمران علي ته د اعدام اورول شوې سزا په عمري بند اړولې او په عمري بند د نورو محکومو کسانو سزا یې پر خپل حال پرېښې ده.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*