د راز او نياز تصوف

صوفيه کرام دسايقينو پيروان
ليک س، سيرت
٧٠مه برخه

الله تعالى د خپل کلام پاک پيل له ( الحمد الله رب العالمين ) څخه کړى دى ( ټوله ثنااو ستاينه يواځې له الله لپاره ده ) ددې نه مطلب دادي چې بايد دتل لپاره الله تبارک تعالى وستايل شي بيا به لکه څرنګه چې اولياء کرام دولايت درجې ته رسيدلي دي دا ډول به صوفيه کرام د تصوف لوړې درجې ته ورسيږي
دالله تعالى په مبارک کلام قران کريم کې دخپلو بندګانو لپاره دستاينې کولو امر په بيلا بيلو ايتونو کې شوى دى درسورة التعابن په لومړي ايت کې فرمايي ( دالله تعالى تسبيح کوئ هرهغه څه چې په اسمانونو کې دي او هر هغه څه چې په ځمکه کې دي ، دهماغه بادشاهي ده او د هماغه لپاره ثنا ستاينه ده او هغه په هر څه قادر دى .
انبياء کرام خو دالله له لوري هر قوم ته په خپله خپله ژبه کې را ليږل شوي دي او اولياء کرام په خپلو عباداتو دالله دپاک ذات په صفاتو او ستاينو دولايت مقام ته رسيدلي هغه صوفيه کرام چې دالله ذکر او ستاينه څومره زياته وکړي هومره به الله ته نږدې وي له دې نه دا ثابته شوه چې د تصوف طريقه الله تعالى ته دنږديوالى غوره طريقه ده څومره چې په تصوف کې زيات عبادت او د الله زياته ستاينه کيږي دومره په نورو طريقوکې نه ليدل کيږي ځکه صوفيه کرامو خپل ټول ژوند دالله تعالى درضا لپاره موقف کړي وي .
صوفيه کرامو چې دسايقينو اولياء کرامو پيروي په ذکر او عباداتو کړې ده او اوليا کرامو بيا په ذکر او عباداتو دانبياء کرامو پيروي کړې ده دالله حکمونه يې پر ځاى کړيدي
په انبياء عليهم السلام کې چې حضرت محمد صلى الله عليه وسلم اولين او آخرين ياد شويدى ددې بهتر والى الله ته په نږديوالي سره دى
الله تعالى ته ټول انبياء عليه اسلام نږدى وو خو حضرت محمد صلى الله عليه وسلم له کوچنيوالي څخه امين ياد کړل شوى ؤ
دنبى کريم صلى الله عليه وسلم الله تعالى ته دقربت صفات زيا ت دى چې يواځې انسانانو نه بلکه پيريانو هم پرې ايمان راوړى دى
حضرت عبدالله بن مسعود رض ، حضرت زبير رض حضرت عبدالله بن عباس رض ، حسين بصرى رض ، عکرمه رض دا ټول پدې متفق دي فرمايي چې دلومړى ځل لپاره دپيريانو دحاضريدو او ايمان راوړلو پېښه چې دقران کريم په مبارت ايت کې ئې يادونه شوې ده په بطن نخله نومي ځاى کې راغلى وه ابن اسحاق ، ابو نعيم اصفهان رح فرمايي دپيريانو دحاضريدو او ايمان راوړلو پېښه دهغه وخت ده چې رسول الله صلى الله عليه وسلم طايفه مکې مکرمى ته راستون شو په نخله نومې ځاى کې ئې دمه وکړه هلته يې دماخستن او سهار په لمانځه کې قران کريم لوست ديوې خواته دپيريانو يوه ډله تيريدله دحضور نبى کريم صلى الله عليه وسلم لخوا دقران کريم تلاوت ته لږ څه تم شو دپيريانو ډله چې خپل قوم ته ستنه شوه ورته ئې وويل : مونږ يو ډير عجيب قران اوريدلى د ى چې دسمې لارې لوري ته لارښوونه کوي له دې کبله مونږ پر هغه بآندې ايمان راوړ اوس مونږ هڅکله دخپل رب سره څوک نه شريکه وو .

نوربيا

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*