اسلام کې د ځان ساتل او ژغورل فرض دي

ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد

دى که هر څوک وي او هر څه کوي، د پښتون د بقا غوښتنه دې ورسره وي.

د جنوبي امريکې څو هېوادونه د همدغه کار لپاره سره جوخت شوي، چې له انگليس او امريکې څخه په خپل خوځېدلي حاکميت کې څنگه ځانونه وساتي؟

اسلام کې د ځان ساتل او ژغورل فرض دي؛ ځکه د نسل خبره ده. توني بلير د نسل خبره کړې. دا د کال يا دوه کلونو خبره نه ده. توني بلير ښه وکړل، چې له غوږونو يې مالوچ وايستل او ټول يې خبر کړل.

افغانستان کې د پښتنو لپاره هماغه بد ميراث بس دى، چې داحمد شاه بابا کورنۍ د سردارانوله کورنۍ سره نه جوړېدل. چا ايران ته منډې وهلې، چا بخارا ته او چا انگليس ته. بيا هماغه دور دى. دا ولې؟ اوس پرې وخت تنگ او لنډ دى، خو يو فکر غواړي.

د حامد کرزي او د هغه د ملگرو دا خوښه ده، چې پاکستان دې دننه په پاکستان کې له مدرسو سره جگړه وکړي. بيا له جوماتونو، ملايانو او طالبانو سره.

دا د ډالر مستانو خبرې دي، هر پښتون او افغان دا نه غواړي. بلوڅان سنديان يې هم نه غواړي. دوى وايي، چې بله بلا راغلې ده او تر دې بلا ډېره ډېره غټه ده، چې جنرال مشرف يې يوه مړ‌ۍ هم نه ده.

پښتانه وايي:

(سپين ږيري سپينه خبره کوي) ځکه بل توان نه لري.

چې پښتون کاندي څوک ياد

زه خوشحال شم زړه مې ښاد

په تاريخي بهير کې کوچ او بلوچ يو ځاى ياد شوي. لکه احمد او محمود، چې دوه ورونه دي.

امريکې کې د تاريخي کتابونو يو بهير روان دى، چې په کې تاريخ پوهان يوازې تاريخ پلټي، نورو خبرو کې نه دي.

يو تاريخ پوه وويل: که د لويديځ مدنيت د تلو په حال دى؛ خپله د دوى له لاسه دى.

حاجي ميرخان، چې د عبدالرحمن ديوان پرانيست دا بيتونه يې ولوستل:

زه مکتوب غوندې په پټه خوله گويا يم

خــــاموشي زما تيرى کــــا تر غوغــــا زما

کښت د عشق په توده ځمکه اما چېرې؟

سمندر بويه چې زيست کا په صحرا زما

(عبدالرحمان بابارحمت الله عليه)

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*