څوک پاتې شول؟

ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد

يوه پېړۍ وروسته جگړه اروپا ته لاړه، خو متحدينو جگړه وگټله. شرقي او لويديځه اروپا جوړه شوه، بياپه سړه جگړه پېل شوه. د روسي د شوروي اتحاد امپراتوري، چې ړنگه شوه، جگړه افغانستان کې وه؛ ځکه ؛ ځکه دوى نه غوښتل، چې جگړه اروپا کې وي. روسان، چې ووتل دوى خپله افغانستان ته يوه پلمه جوړه کړه او راغلل؛ نور افغان قومونه (تاجک، ازبک، هزاره او يو شمېر بې پښتو پښتانه، چې د پلار لخوا پردي گڼل کيږي) يې ځان سره ملگري کړل. د پاکستان حکومت يې هم ځان سره کړ.

څوک پاتې شول؟

پښتانه اوس په پاکستان اوافغانستان کې دي، چې ټول کړاونه پر دوى تحميل شوي دي.

بش خپلو ملگرو واکمنو ته په سيمه کې وايي، چې ته يې هم ووهه او زه به يې هم او داسې يې ووهه، چې دوى هم برباد شي او تاسې هم.

د پاکستان دولت تراوسه گذاره وکړه او داسې ښکاري، چې نور يې نه پرېږدي.

د کرزي حکومت دا وايي، چې پښتانه دې پاکستان کې ووهل شي او له لاندې عبارت څخه کار اخلي:

د طالبانو او القاعده سرچينې دې په پاکستان کې وچې کړاى شي.

هندوستان ته به سبا ته د چين سره د جگړې ډنډه ورکړي. همدا وجه ده، چې ( (غلى شانته انقلاب دى)) او دې ته يوه انساني لاره په کار ده.
حاکمواقتصادي اتحاديوخپلې د نونسمې پېړۍ امپراتورۍ ته بل رنگ ورکړاى او دا به اروپايي ملتونه او د امريکې خلک هم ونه مني.
د پښتنو پښتانه کيدل د پښتنو اندېښنه ده. په دې برخه کې داسې هيله کيږي:
هر هغه پښتون، چې ځان او خپل نسل ته اندېښمن وي، دوى دې پرته له جگړې، پښتون موخه او ستونزه دې وڅېړي. امريکې کې دې ته د فکر کولو ټانک وايي، چې د ستونزې حل لټوي

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*